Journal Details

لنډیز یا خلاصه

د معدې او اثناعشر په موکوزا کی له يوFocal Defect  څخه عبارت دي، چې تحت مخاطي يا ژورو برخو ته انتشار کوي. دا Ulcer په حاد او مزمن شکل باندې پيدا کیږي، چې نوموړې قرحه د اسيد او mucosal Defense  د موازنې د خرابوالي له کبله پيدا کیږي. د دې پیپتیک قرحې یو اختلاط، سوري کېدل دي چې له امله یې کوم بدلون د انسان په وجود کی منځ ته راځي او د هغې له تداوي څخه عبارت دی. د معدې او اثناعشر د پیپتیک قرحې سوري کېدل، چې د هاضمې سيستم د مهمو امراضو له جملې څخه دي، د درملنې نوع، انزار او لامل يې تل د بحث او مناقشې لاندې دی. د دې ناروغۍ غير مناسبه درملنه همېشه د خرابو عواقبو د منځ ته راتلو باعث ګرځي. که چېرې نوموړې ناروغي په وخت سره تشخيص او په درست ډول تر درملنې لاندې ونيول شي، ښايي ډېرې ښې پايلې ولري او تر ډېره بریده يې د اختلاطاتو مخه ونيول شي.

د رابعه بلخي او جمهوریت ملي په روغتونونو کی په ۱۳۹۸ کال کی د پيپتیک قرحاتو د سورې کېدو د  پېښو  تشرېحي شننه د تحقیق موخه ده. د عمر له نظره نوموړې ناروغي زیاتره متوسط او لوړ عمر لرونکو کې، چې عمر یې د ۳۰-۵۹ کلونو پورې وو، لیدل کیږي. د پیپتیک قرحې سوري کېدلو واقعات زیاتره په ښاري خلکو او هغه خلکو کې چې د ښار شا او خوا نژدې سيمو کې اوسیږي، زیاتې دي؛ مګر د کلیو او بانډو په اوسېدونکو کې کمې وي. د اسبابو له نظره چې په دې څېړنه کې کومې نتيجې چې له عملیات څخه مخکې او وروسته لاس ته راغلي دي. زیاتره عوامل يې دH. Pylori مثبت والی او له NSAIDs دواګانو څخه په خپل او د ډاکټر له مشورې پرته ګټه اخستل دي. د دې علت د ولسي پوهې د کچې ټيټوالی او د روغتيايي مراکزو کموالی او ورڅخه لرېوالی دی. د موقيعت له نظره زیاتره قرحې د معدې په انتروم، پیلور او د اثناعشر په اوله قطعه کې منځ ته راځي. زمونږ له څېړنې معلومیږي، چی د نوموړې ناروغۍ اختلاطات زموږ په روغتون کې ډېر کم دي چی یوازی دوه ناروغانو له عملیات څخه وروسته ژوند له لاسه ورکړی. په دې ډله کې د يوه عمر له ۸۰ کالو څخه زیات و او له لرې منطقې څخه راغلی و؛ یعنې روغتون ته په خپل وخت نه و را رسېدلی. نوموړي ناروغ ۵-۶ ورځې په عمومي پريتونايتس کې تېرې کړې وې او د سیپتیک شاک په حالت کی یې مراجعه کړې وه. دوهم هغه ناروغ و چې د اثناعشر قدامي او خلفي دواړه جدارونه يې سوري شوي وو او پېښه هم د کنسر وه، چی تر عملیات وروسته په حق ورسېد.

د عمر له نظره له 40 نه تر 59 کلنۍ پورې ډېرې پېښې لیدل شوي، چې 50 سلنه تشکیلوی. د جنس له نظره نارینه 84% په دې ناروغۍ اخته شوي. د سيگرټ استعمال 49%, د ضد التهابي درملو استعمال 30%، واقعات تشکیلوي. 67% قرحات د درېیم ټایپ لامل و او د مړینې کچه يې 4% ده. د اچ پیلوری باکتريا د 62% واقعاتو لامل شمېرل شوی دی. 

پایلی: له دی تحقیق څخه معلومه شوه چې د معدې د قرحی د سوري کېدلو پېښې  د ښځو په نسبت په نارينه‌و کې زیاتی  او د عمر له نظره نوموړې ناروغي زیاتره په متوسط او لوړ عمر لرونکو کې ‎ لیدل کیږی.  د جغرافیوي موقیعت له نظره د نوموړې ناروغۍ ډېرې پېښې د ختيځ د نورو ولايتونو په نسبت، په ننګرهار کې زیاتې دي. د خطري فکتورونو او اسبابو له نظره  زیاتره لاملونه  دایچ پایلوری شتون او NSAIDs دواګانو کارونه ده. د موقيعت له نظره زیاتره قرحی د معدې په انتروم، پیلور او د اثناعشر په اوله قطعه کې منځ ته راځي.

کلیدی ټکي: د پیپتیک قرحې سوری کېدل، وقوعات، اسباب او د خطر فکتورونه


Comments: 0
Want You To Leave A Comment, Please Register Yourself Or Login.