Journal Details

Organophosphorus حشره وژونکي لکه malathion او parathion او نور په پراخه کچه په تجارتي زراعت او کورنۍ باغدارۍ کې استعمالیږي او اوس يې د پخوانیو organochlorine مرکباتو لکه DDT  او Chlordane ځای نيولی دی. (۳)  ځينې توکي يې په طبابت کې مثلا Malathion په شامپوکې استعالیږی.(۲). OP، anticholinesterases هم بلل کیږي ځکه چی دوی acetylcholinesterase’s نهې کوي او acetylcholine په nicotinic, muscarinic  او CNS آخذو کی زیاتوی. په دی ګروپ کې د کیمیاوی عناصرو ډېر ډولونه شامل دي چی ‌‌‌‌‌‌‌‌ډېری یی په اوبو کی غیر منحل دي. مخ پر ودې هیوادونو کې د اورګانوفاسفېټ  او نورو حشره‌وژونکو توکیو تسمم د مرګ سبب ګرځی.) 1) د اورګانوفاسفېټ  تسمم په وظیفوي اوتصادفي شکل او همدارنګه په قصدي شکل د مرګ سبب ګرځي.


Comments: 0
Want You To Leave A Comment, Please Register Yourself Or Login.