Image

محمد شاپور بختیار

استاد

ډاکټر محمد شاه پور بختیار د عبدالقدوس زوئ په کال ۱۳۶۲ کې په لغمان کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يي په هرمل ښوونځي کې سرته رسولي، ثانوي زده کړې یي په روښان عالي لېسه کې سرته رسولي. په کال ۱۳۸۵ کې د پکتیا پوهنتون په معالجوي طب کې شامل او په کال ۱۳۹۱ کې له یاد پوهنتون څخه په کادری درجه فارغ شو. د زده کړو په درشل کې یي د انګلیسي ژبې او کمپیوټر ډیپلومه هم لاس ته راوړې ده. د پوهنتون څخه د فراغت وروسته په کال ۱۳۹۲ کې د تخصص لپاره استقلال روغتون ته کامیاب شو او په کال ۱۳۹۴ کې یي د داخله تخصص څانګې څخه فارغ شو. د تخصص په موده کې د الټراساونډ او ایکوکارډیوګرافي په برخه کې هم زده کړې ترسره کړي دي. نومړی د فوق تخصص لپاره د هضمي سیستم او اندوسکوپي په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او هم د خپل مسلک په ډګر کې د مختلفو دولتي او غیر دولتي ادارو، مؤسساتو او روغتونونو سره د درملنې، ادارې او تدریس په برخه کې دنده سر ته رسوي. او اوسمهال ملي د لوړو زده کړو مؤسسې سره د معالجوي طب په پوهنځي کې د تدریس دنده مخته وړي.

زدکړی:

  • هرمل ښوونځی
  • روښان عالي لیسه
  • پکتیا پوهنتون، د معالجوي طب پوهنځی
  • د الټراسونډ او ایکوکارډیوګرافي تخصص
  • تخصص په داخله ناروغیو کی

تجربه:

  • د ای سي یو (جدي څارنې څانګې) متخصص
  • غالب پوهنتون استاد
  • بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسه-د معالجوي طب پوهنځي رئیس
  • چراغ د لوړو زده کړو مؤسسه-استاد
  • ای وای اس او-ماسټرټرینر

img
img
img
img
;