د اداري مراسلاتو دوه مياشتنی کورس پای ته ورسېد.
د ملي پوهنتون اداري کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو لنډمهاله
کورس چې څه موده وړاندې پيل شوی و، پای ته ورسېد او پر ګډونوالو يې بریليکونه ووېشل
شول.
دا کورس چې د کيفيتلوړاوي د آمر،
استاد بصيرالحق له لوري مخته وړل کېده، شاوخوا
دوه مياشتې يې
دوام وکړ.
د بریليکونو د وېش پر مهال د ملي پوهنتون عمومي رئيس
پوهندوی خالد احمد حبيب وويل، دوی د کيفيتلوړاوي آمريت او دغهراز د مسلکي پراختيا مرکز له لوري استادانو،
کارکوونکو او محصلانو ته بېلابېل لنډمهاله روزنيز کورسونه پيل کړي، چې يوشمېر هغه
يې بشپړ شول او پاتې نور
جريان لري.
کورس کې د اداري مراسلاتو کُلي اصول، معياري مکتوبليکنه،
صادره - وارده او رسيدات، پېشنهاد، پوښتنليک او دغه راز پر کاري او ربعهواره تطبیقي
راپورونو مفصل مالومات وړاندې شول او ګډونوالو په هره برخه کې عملي کار هم ترسره کړ.
د يادونې ده چې د ملي پوهنتون په خپل کلني پلان کې د
ظرفيتلوړونې نورې برنامې هم لري چې پر خپل وخت به وړاندې شي.





