Image

د ملي او اراکوزيا پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاریو پوهاوليک لاسلیک شو.

دا پوهاوليک د ملي پوهنتون د رئیس پوهندوی خالد احمد حبیب او اراکوزیا پوهنتون د رئیس، پوهنیار عبدالمنان سلطاني له لوري لاسلیک شو.

د پوهاوليک موخه د لوړو زده‌کړو د کیفیت لوړول، د علمي ظرفیتونو پیاوړتیا او د څېړنیزو فعالیتونو پراختیا ده، د ياد سند دمتن له مخې، دواړه پوهنتونونه به په علمي او څېړنيزو برخو او همدراز د علمي سرچینو په شریکولو کې منظمې او دوامدارې همکارۍ ترسره کوي.

د پوهاوليک د لاسليک پر مهال، دواړو لوريو هيله وښوده، چې دا به د استادانو ظرفيت‌لوړونې او محصلانو ته د څېړنيزو زمينو په برابرولو کې ګټور ثابت شي، د دوی په وينا، نوموړي توقع لري چې له همدې سره به د ګډو علمي خپرونو او څېړنیزو لاسته راوړنو بهیر لا پیاوړی شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;