د علمي شورا مياشتنۍ ناسته وشوه.
د علمي شورا د
جدي مياشتې ناسته د ملي پوهنتون د رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب تر مشرۍ
لاندې د شورا د غړو په ګډون وشوه، په پيل کې
د معاونيتونو درېمياشتني راپورونه واورېدل شول، چې په کې د علمي، اداري او تدريسي
چارو د پرمختګونو او ننګونو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شول او د چارو د لا ښهوالي په پار
لازمې سپارښتنې وشوې.
په ناسته کې د ژمنيو رخصتيو پر مهال د استادانو له لوري د لنډمهالو کورسونو د پيل موضوع هم تر بحث لاندې ونيول شوه، ښاغلي حبيب ټينګار وکړ، چې دا لنډمهالی کورسونه بايد د مسلکي وړتياوو د لوړولو په برخه کې بايد ارزښتمن او ګټور وي.
د ناستې بله مهمه برخه په درېيمه ربعه کې د ستراتيژيک پلان د
تطبيق راپور و، چې د علمي مرستيال، محمد حنيف معاذ له لوري وړاندې شو، په دې راپور کې
د پلان د تطبيق کچه وارزول شوه او د پاتې موخو د بشپړولو لپاره اړوندو څانګو ته سپارښتنې وشوې.
همدارنګه د
یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ، د درملو په تړاو د جوړشوي
علمي کنفرانس راپور د څېړنې او علمي مجلې د رييس، عزيز احمد فضلي له
لوري وړاندې شو، په راپور کې د کنفرانس علمي ارزښت، ترسره شوي فعاليتونه او ترلاسه
شوې پايلې ځای په ځای
شوې وې، چې د ګډونوالو له لوري د تاييد وړ وګرځېد.





