Image


عزیزاحمد فضلي د فضل احمد زوی، پر کال ۱۳۷۹ لمريز د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې زده‌کړې د یاد ولایت په حضرت عمر فاروق مرکزي لېسه کې تر سره کړې دي.  پر کال ۱۳۹۷ لمريز د کانکور ازموینې له لارې د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ادارې او دیپلوماسۍ څانګې ته بریالی شو، پر کال ۱۴۰۱ له يادې څخه يې د فراغت سند ترلاسه کړ، ښاغلي فضلي د نورو زده‌کړو د دوام په موخه، پر کال ۱۴۰۲ د خاتم‌النبیین پوهنتون د نړیوالو اړیکو ماستري برنامې ته د آزموينې له لارې شامل او پر کال ۱۴۰۳ یې له یاد پوهنتون څخه د نړۍوالو اړیکو په برخه کې ماسټري بشپړه کړه.

کاري تجربې

عزیزاحمد فضلي په علمي او مسلکي ډګر کې د پام وړ تجربې لري، نوموړی اوس‌مهال د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د منځني ختیځ د څېړونکي په توګه کار کوي، پر کال ۱۴۰۲ د ملي لوړو زدهکړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړۍوالو اړیکو څانګې استاد او د همدې مؤسسې د مسلکي پراختیا مرکز آمر وټاکل شو، يو کال وروسته د مؤسسې د رهبري د پرېکړې له مخې د کیفیت لوړونې آمر وټاکل شو او بالاخره څه موده وروسته د خپلو هڅو او ظرفيت په اساس پر کال ۱۴۰۴ د څېړنې او علمي مجلې ریاست له جوړېدو سره سم، د یاد ریاست د رييس په توګه وګومارل شو.

علمي او څېړنیز آثار

ښاغلی فضلي په علمي ډګر کې ګڼ شمېر لیکنې او څېړنیزې مقالې لري. د هغه له لیکل شويو او چاپ شويو کتابونو څخه يې ځینې دا دي:

·        ځیرک اقتصادپوه او بریالی مدیر

·        قطر؛ د منځني ختیځ جنیوا

·        قاسم سلیماني؛ د منځني ختیځ لوبغاړی

·        لیتیوم د نړیوال سیاست په چوکاټ کې د یوه ستراتیژیکې سرچینې په توګه (د افغانستان د لیتیومو پر زېرمو تمرکز)

همدارنګه په يو شمېر نړۍوالو معتبرو ژورنالونو کې د ښاغلي فضلي علمي-څېړنيزې مقالې هم چاپ شوي دي، چې د بېلګې په توګه يې دا يادوو:

·        په نړۍ د غرب د حاکمیت پای او آسیایي پېړۍ

·        د افغانستان اسلامي امارت او چین سیاسي اړیکې؛ فرصتونه او ننګونې

·        د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه کې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ او دیپلوماتیکو هڅو رول

·        د هند، منځني ختیځ او اروپا اقتصادي دهلیز (I-ME-EC)

·        د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې او د هغو اغېز د افغانستان په اقتصادي وضعیتی

img
img
img
img
;