Nazar Afghan
Head of Publications & Cultural Affairsنظر افغان د ګل محمد زوی د لغمان ولايت د مهترلام ښار اړوند اوسېدونکی دی، پر وطن د تورو شپو د خورو وريځو له امله يې کورنۍ پاکستان کې کډواله وه، چې خدای د ده سترګې رڼې کړې. الفباء يې په کور کې له پلار څخه زده کړل او چې لږ رالوی شو، پر داسې ښوونځي ورننوت، چې ژبه يې پردۍ وه. تر لسمه يې د وخت (صوبه سرحد) ايالت اړوند په هريپور کې ولوست او چې خدای پر وطن لږه رڼايي راوسته، نو بېرته يې د پلرني کلي لاره ونيوله. تر دولسم ټولګي پورې يې زدهکړې همدلته په روښان عالي ليسه کې وکړې او تر هغه وروسته د کانکور له لارې د ننګرهار پوهنتون دادبياتو پوهنځي کې يې د ذوق او علم پالل پيل کړل. ښايي لا به يې هم سترګې د علم په جام نهوې سرې شوې، نو ځکه يې د ډېرو زدهکړو په پار يو ځل بيا د کانکور له لارې د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو ماسټرۍ برنامې ته بريالی او دوه کاله وروسته ترې سرخرويه راووت.
د پوهنځي له دورانه يې له ځايي رسنيو سره د رپورټر او پرېزېنټر په توګه کار کاوه، د يو شمېر چاپي رسنيو مسوول مدير او ايډېټر پاتې شوی او د دولتي دندې لومړۍ تجربه يې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره پخه کړه. هلته هم په څو مهمو پوستونو کې پاتې شو. پر کال 1400 لمريز يې په کابل کې له ملي پوهنتون سره همکاري پيل کړه او دلته يې په لږه موده کې د نشراتو او فرهنګي چارو د مسوول په توګه د ادارې باور خپل کړ.
نظر افغان ليکوال دی، ژباړن دی او د ګرافيک ډيزاين او ويډيو اېډيټ په برخو کې يې هنر ځان ته را مات کړی، د عقل کل په نوم يې يو کتاب له اردو څخه راژباړلی او چاپ شوی، دوه نور ليکلي آثار يې چاپ ته انتظار باسي. په وېبپاڼو او چاپي رسنيو کې يې ښې ډېرې ليکنې او ژباړې خپرې شوي او که خدای کول، لږ وخت کې به د نورو ډېرو کمالونو مظاهره وکړي.