د جراحي لیدلوري له مخې د پیپتیک قرحی څېړنه
کلیدی کلمي: پیپتیک قرحه، معده، دئودینم، Helicobacter pylori، NSAIDs، جراحي درملنه
اسدالله حسینزی
لنډیز
پیپټیک قرحه د هاضمي جهاز یوه شایعه او مهمه ناروغي ده، چې د معدې او د یوډینم په مخاطي طبقه کې د نسج تخریب او زخم په بڼه څرګندیږي. د دې ناروغۍ رامنځته کېدل څو فکتوري لري، چې په کې د Helicobacter pylori انتان، د غیر استروئیدي ضد التهابي درملو (NSAIDs) اوږدمهاله کارول، د معدې د اسید زیات تولید او د ژوند طرزالعملونه مهم رول لري. که څه هم ډېری پېښې د طبی درملنې لکه د پروټون پمپ انهبیټرونو (PPI) او د H.pylori د منځه وړلو پروتوکولونو په مرسته په مؤثره توګه اداره کېدای شي، خو ځینې ناروغان د پېچلتیاوو له امله جراحي مداخلې ته اړتیا لري. له جراحي لیدلوري، پیپټیک قرحه هغه وخت جدي ګڼل کېږي، چې د درملنې پر وړاندې مقاومه وي یا د ژوند ګواښوونکو پیچلتیاوو سره مل وي. وینه بهیدنه، سورې کېدل (perforation) او د معدې د وتلو خنډ (gastric outlet obstruction) هغه پیچلتیاوې دي، چې عاجله یا انتخابي جراحي ته اړتیا لري. دغه څېړنه د پیپټیک قرحې جراحي اړخونه په بشپړ ډول څېړي، چې په کې د ناروغۍ اناتومي، فیزیولوژي، پاتوفیزیولوژي، کلینیکي نښې، تشخیص، طبي درملنه او انتخابي او عاجل جراحي مداخلې شاملې دي. همدارنګه د H. Pylori-مثبت ناروغانو کې د NSAIDs د استعمال خطر او د قرحې د بیا تکرار مخنیوي لارې هم روښانه کوي. په ټولیز ډول، که څه هم طبي درملنه د جراحي اړتیا کچه کمه کړې، خو د پېچلو قضیو د مدیریت لپاره جراحي پوهه او مهارت اړین پاتې دي.