shape
shape

ژورنال ها

Image

په افغانستان کې د تایید شوې ملاریا ایپيډيمیولوژي

کلیدي کلیمې: افغانستان ، اپيډيمیولوژي، پېټی، ساري ناروغۍ، سرویلانس، ملاریا

شریف احمد حبیب احمدزی


لنډیز

ملاریا په افغانستان کې د د عامې روغتیا د نننګونو څخه بلل کیږي او دافغانستان په ۱۲۳ ولسوالیو کې چې زیاتره یې په ختیځو، سویل ختځیو او سویلي ولایتونو کې پرتې دي لیدل کیږي (انډیمیک ده). دا څیړنه د ملاریا د تایيد شوو پېښو یوه اپیډیمیولوژیکي تشریحي څیړنه ده چې په افغانستان کې د  ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال مۍ میاشتې  پورې هغو معلوماتو باندې ترسره شویده چې د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس لخوا راټول شوي وو. موږ وموندله چې ملاریا په افغانستان کې موسمي بڼه لري او دا چې په ختیځو ولایتونو کې په پرتلیز دول ډیرې نوې پېښې را مینځ ته کیږي، چې په نورستان کې په هرو لسو زرو کې ۴۲،۷ پيښې، په کونړ کې په هرو لسو زرو کې ۲۸،۲ پيښې، په لغمان کې په هرو لسو زرو کې ۱۶،۱ پيښې او ننګرهار کې په هرو لسو زرو کې ۱۳،۷ پيښې را مینځ ته کیږي چې دا په دې سیمه کې دوامداره خپرښت ښيي. مهمه خبره دا ده چې تر دې وخته د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې چې دا د وایواکس ملاریا ناروغۍ د پېښو په ډیروالي او د ناروغۍ په ښې درملنې باندې دلالت کوي. دا موندنې دا څرګندوي چې سیمو سره اړخ لګوونکي فعالیتونه دې په ځانګړي دول په ختیځو ولایتونو کې تطبیق شي، سرویلانس دې پیاوړی شي، او تر ګواښ لاندې وګړو ته دې لومړیتوب ورکړل شي. د ناروغۍ د پېښو لپاره  د ټولنې په کچې اهتمامات برابرول، د ناروغۍ پیژندنې او تشخیص ته لاسرسی، او د ناروغۍ د ناقل مهارول د ملاریا د پيټي کمولو او همدا ډول د سیمې هیوادونو سره د ملاریا د له مینځه وړلو کاروان سره مو يو ځای کولی شي.


د افغانستان په سویل ختیځو ولایتونو کې د امیدواري پ

کلیدي کلمې: د امیدواري پرمهال پاملرنې، د زیږون نه مخکې پاملرنې، سوېل ختیځه سیمه، خنډونه، د میندو روغتیا

د جراحي لیدلوري له مخې د پیپتیک قرحی څېړنه

کلیدی کلمي: پیپتیک قرحه، معده، دئودینم، Helicobacter pylori، NSAIDs، جراحي درملنه

فقر آهن؛ یک اپیدمی خاموش با پیامدهای جهانی

کلمات کلیدی: فقر آهن، کم‌خونی، اپیدمی خاموش، سلامت جهانی

درک تجربه مادران از سزارین برنامه‌ریزی شده و غیرم

کلمات کلیدی: سزارین انتخابی، سزارین غیرانتخابی، درک تجربه ، مطالعه کیفی

بررسی اهداف و فواید صحی و طبی ازدواج از دیدگاه اس

کلمات کلیدی: ازدواج، صحت، بی‌نظمی جنسی، خانواده، فواید نکاح

مطالعۀ تشریحی فکتورهای تاثیرگذار بر کاهش وزن نوزاد

کلمات کلیدی: وزن زمان تولد، تولد قبل ازوقت، تاخرنمودن، سن حملی، وقفه داخل حملی

واقعات کسر چند پارچه‌ای عظم مندیبولا در طول سال 13

کلمات كليدي: جراحی وجه فک مندیبیولا ( عظم فک سفلی )، تیتانیوم و تیتانیوم میش، کسر چند پارچه‌ای

بررسی میزان شیوع پوسیدگی پیشرفته دندان در شهر کابل

کلمات کلیدی:نوجوانان، پوسیدگی دندان، پوسیدگی عمیق، شاخص DMFT ، الگوهای تداوی، حفظ دندان

یک مرور روایتی؛ تاثیرات مصرف قهوه بالای سیستم قلب

کلمات کلیدی: بیماری قلبی، سیستم قلبی وعایی، قهوه، کافئین

د شکر ناروغۍ لرونکو ناروغانو کې د ایسکیمیک زړه نار

كليدي ټکی: اختلاطات، د شکر ناروغی،د زړه اسکیمیک ناروغی ،د پیښو کچه

د کابل ښار په شخصي کلینیکونو کې د درېیم مولر غاښ د

کلیدي ټکي: ایپیډیمیولوژي، او‌پي‌جي رادیوګرافی، دریم امپکټ مولر، د خپرښت کچه، کابل ښار