shape
shape

ژورنال ها

Image

د شکر ناروغۍ لرونکو ناروغانو کې د ایسکیمیک زړه ناروغۍ توصیفي څېړنه

كليدي ټکی: اختلاطات، د شکر ناروغی،د زړه اسکیمیک ناروغی ،د پیښو کچه

هدایت الله ستانکزی


لنډیز

د نړۍ په کچه د مړینې او ناروغۍ تر ټولو لوی لامل د زړه د شریانونو ناروغي  (Coronary Artery Disease)  ده. دایسکیمیک د زړه ناروغي (Ischemic  Heart Disease - IHD) د شکرې (Diabetes Mellitus - DM) له مهمو پیچلتیاوو څخه ده. دا څېړنه د کابل په علي‌آباد تدریسي روغتون کې له اکتوبر ۲۰۲۳ څخه تر مارچ ۲۰۲۴ پورې د روغتون پر بنسټ ترسره شوې یوه عرضي (cross-sectional) توصیفي مطالعه وه. په ټولیز ډول ۲۲۳ د شکرې ناروغانو په دې څېړنه کې برخه اخیستې وه چې د ګډونوالو منځنی عمر ۵۸.۲ ± ۱۳.۶ کاله و. له ګډونوالو څخه ۱۵۹ کسان (۷۱.۳٪) نارینه او ۶۴ کسان (۲۸.۷٪) ښځې وې. د دغو ناروغانو له ډلې ۱۴ تنه (۶.۲۷٪) د نوعې لومړۍ شکرې (Type 1 Diabetes - T1DM) درلودونکي وو، او ۲۰۹ تنه (۹۳.۷۲٪) د نوعې دوهمې شکرې (Type 2 Diabetes - T2DM) درلودونکي وو. ثابت انجاینه (Stable Angina) په ۶.۹٪ ناروغانو کې، او بې‌ثباته انجاینه (Unstable Angina) په ۲۹.۳٪ ناروغانو کې وموندل شوه. د STEMIپه ۴۴.۸٪ ناروغانو او NSTEMI په ۱۵.۵٪ ناروغانو کې تشخیص شوې وه. د ایسکیمیک د زړه ناروغۍ مخینه په ۲۹ ناروغانو (۵۰٪) کې موجوده وه، لوړ فشار (Hypertension) په ۳۷.۹٪ ناروغانو کې، او ۳۳ ناروغان (۵۶.۹٪) سګرټ څکونکي وو. همدارنګه ۲۴.۱٪ ناروغانو د وینې د غوړو ګډوډي (Dyslipidemia) درلوده، ۷۷.۶٪ د رواني-ټولنیز فشار (Psychosocial Stress) لاندې وو، او یوازې ۲۴ ناروغان (۱۰.۷۹٪) فزیکي فعالیت لرونکي وو. د څېړنې موندنې ښيي چې شاوخوا یوه څلورمه برخه د شکرې ناروغان د ایسکیمیک د زړه ناروغۍ له ستونزې سره مخ دي.


د افغانستان په سویل ختیځو ولایتونو کې د امیدواري پ

کلیدي کلمې: د امیدواري پرمهال پاملرنې، د زیږون نه مخکې پاملرنې، سوېل ختیځه سیمه، خنډونه، د میندو روغتیا

د جراحي لیدلوري له مخې د پیپتیک قرحی څېړنه

کلیدی کلمي: پیپتیک قرحه، معده، دئودینم، Helicobacter pylori، NSAIDs، جراحي درملنه

فقر آهن؛ یک اپیدمی خاموش با پیامدهای جهانی

کلمات کلیدی: فقر آهن، کم‌خونی، اپیدمی خاموش، سلامت جهانی

درک تجربه مادران از سزارین برنامه‌ریزی شده و غیرم

کلمات کلیدی: سزارین انتخابی، سزارین غیرانتخابی، درک تجربه ، مطالعه کیفی

بررسی اهداف و فواید صحی و طبی ازدواج از دیدگاه اس

کلمات کلیدی: ازدواج، صحت، بی‌نظمی جنسی، خانواده، فواید نکاح

مطالعۀ تشریحی فکتورهای تاثیرگذار بر کاهش وزن نوزاد

کلمات کلیدی: وزن زمان تولد، تولد قبل ازوقت، تاخرنمودن، سن حملی، وقفه داخل حملی

واقعات کسر چند پارچه‌ای عظم مندیبولا در طول سال 13

کلمات كليدي: جراحی وجه فک مندیبیولا ( عظم فک سفلی )، تیتانیوم و تیتانیوم میش، کسر چند پارچه‌ای

بررسی میزان شیوع پوسیدگی پیشرفته دندان در شهر کابل

کلمات کلیدی:نوجوانان، پوسیدگی دندان، پوسیدگی عمیق، شاخص DMFT ، الگوهای تداوی، حفظ دندان

یک مرور روایتی؛ تاثیرات مصرف قهوه بالای سیستم قلب

کلمات کلیدی: بیماری قلبی، سیستم قلبی وعایی، قهوه، کافئین

د کابل ښار په شخصي کلینیکونو کې د درېیم مولر غاښ د

کلیدي ټکي: ایپیډیمیولوژي، او‌پي‌جي رادیوګرافی، دریم امپکټ مولر، د خپرښت کچه، کابل ښار

په افغانستان کې د تایید شوې ملاریا ایپيډيمیولوژي

کلیدي کلیمې: افغانستان ، اپيډيمیولوژي، پېټی، ساري ناروغۍ، سرویلانس، ملاریا