Image

Your Ego is your ENEMY

ليکوال: توصيف اکرم

ژباړن: نظر افغان

 

آيا تاسې له خپلې انا (خودۍ) څخه خبر يئ؟

ستاسې انا خو به ستاسې د لارې خنډ نه‌ وي ګرځېدلی؟

پوهېږئ، چې ستاسې تر ټولو ستر دښمن، ستاسې انا ده؟

که غواړئ، د دې پوښتنو په ځوابونو پوه شئ، نو بيا دا ليکنه تاسې لپاره ده!

ښايي تاسې يې ومنئ يا نه، خو رښتيا دا دي، چې موږ ټول په خپل ژوند کې له خودۍ (Ego) يا انا سره مخ شوي يو، ډېری مهال ورسره په جګړه کې يو، خو پرې پوهيږو نه؛ کله د پرې کړو پر مهال، کله په اړيکو کې او کله بيا په خپل روزګار يا د ټولنيز ژوند په نورو برخو کې.

موږ لا نه پوهېږو چې دا موضوع څومره مهمه ده، د خودۍ په اړه ترټولو مهمه خبره دا ده چې هغه غواړي، له موږ څخه داسې څه جوړ کړي، چې موږ هغه نه يو، موږ ته همېشه دا باور راکئ، چې ګوندې موږ په سمه يو، زموږ پرېکړې له تېروتنو څخه خالي دي او زموږ افکار سل سلنه رښتيني دي، مګر د خودۍ دا ناسم باور موږ بې‌لارې کوي او له امله يې موږ خپل ځان او خپل ژوند له زيان سره مخ کوو.


انا يا ايګو څه ده؟

انا اصلاً زموږ د ذهني او احساساتي حالاتو يوه برخه ده، چې له خودۍ، عزت النفس او پر ځان باور سره نښتې ده، دا موږ ته زموږ د خپل اهميت احساس راکوي او موږ پر دې باوري کوي، چې موږ له نورو څخه غوره يو، کله کله خو دومره ډېر باور راکوي، چې فکر کوو له ټولو څخه ډېر پورته او غوره يو، د دې ستره ځانګړنه دا ده چې موږ له حقيقت څخه لرې کوي، ځان راته دومره مهم ښکاري چې نور خلک له پامه غورځوو او ناسمې پرېکړې کوو، ايګو موږ ته دا نه راښيي چې رښتينې بريا خو په تواضع، زده‌کړه او کار او خوارۍ کې نغښتې ده، که په ساده ټکو کې يې ووايو، انا مو اکثره مهال ړندوي.


د انا او پرځان‌باور تر منځ توپير

زموږ له دې ايګو سره په ذهن کې ګڼې پوښتنې راټوکيږي او په دې پوښتنو کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې:

آيا انا او پر ځان باور دواړه يو دي؟

نه هر ډاډ يو شان وي او نه هر ډاډ په حقیقت ولاړ وي.

Not all confidence is the same and not all confidence is based on truth.

خبره دا ده، چې موږ کله کله لږ ډېر معلومات ترلاسه کړو، مثلا په انټرنېټ کې يو څه ولولو يا د یو کتاب په نچوړ او لنډيز وپوهېږو او سم‌لاسي ځان راته عالم ښکاره شي، دا ډېره محدوده پوهه وي، خو موږ ګومان کوو چې موږ په هر څه پوهېږو، او همدا زموږ انا ده چې

موږ ته باور راکوي، چې خپل دغې ترلاسه‌کړې پوهې ته د خپل طاقت په سترګه وګورو او پر مټ يې پرېکړې وکړو، همدا تېروتنه موږ له حقيقت څخه لرې کوي او د دې خبرې احساس راڅخه هېروي، موږ چې څومره پوهېږو، د دې څو برابره نورې پوهې ترلاسه کول لا پاتې ده، همدا د انا دوکه ده، موږ له نورې زده‌کړې څخه ساتي او په خطر کې مو غورځوي.

د انا يوه بله ستره ځانګړنه دا ده چې زموږ پر پرېکړو اغېز ښندي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې زموږ  د ارزښت ثابتولو اړتيا پيدا شي، انا مو سملاسي پرېکړې ته هڅوي، ځکه موږ فکر کوو، چې زموږ پرېکړه همېشه درسته وي، د دې پر ځای چې خپله پوهه او مهارت ډېر کړو، برعکس د خپل حيثيت او ټولنيز موقف په اړه ډېر فکر کوو.

کله چې ځان راته ډېر مهم ښکاره شي، نو په ورته وخت کې نور له پامه غورځوو او پايله کې فکر کوو چې د بل مرستې ته به لږه اړتيا ولرو، مګر حقيقت دا دی چې موږ خپل طاقت د خپلې انا د ډېرولو لپاره کاروو او همدا زموږ لويه تېروتنه وي، ايګو مو پر خپل ځان د باور ډېرولو دومره هڅه کوي، چې د نورې زده‌کړې فکر مو له ذهن څخه وځي.

زموږ انا يوازې پر موږ اغېز نه پرېباسي، بلکې زموږ شاوخوا وګړي هم اغېزمنوي، زموږ ډېر خلک ګومان کوي چې د نورو په اړمن ښودو سره موږ ځان ارزښتمن ثابتولی شو،کله چې خلک پر موږ تکيه کوي، نو ځانونه پياوړي احساسوو؛ مګر اصلاً دا پياوړتيا يو کاذب قيد دی، د خپلې انا د قوت ښودو لپاره موږ دا کار کوو او بيا فکر کوو چې يو نه يو، بس موږ يو او د نورو مرستې ته بېخي اړتيا نه لرو.

دا هغه شېبه وي، چې انا موږ له حقيقت څخه لرې بيايي، موږ نورو ته د ځان د اهميت ثابتولو لپاره ناسمې پرېکړې کوو، کوم چې موږ او زموږ اړيکو لپاره تاواني هم کېدای شي، دې ته نه ګورو موږ له دې دوکې سره خپل ځان او خپلو اړيکو ته زيان رسوو.


زموږ پر موخو د ايګو اغېز

زموږ اکثره خلک د خپل ژوند اوږدمهالو موخو لپاره کار کوي، خو ايګو راځنې دا احساس رانه هېروي چې زموږ وړې پرېکړې زموږ د لوی ژوند لاره بدلولی شي، د انا يا ايګو له امله موږ ځان د هغه څه د ښودو هڅه کوو، چې اصلاً هغه نه يو او موږ ورو ورو له اوږدمهالو موخو څخه لرې کوي.

ايګو هېڅکله موږ ته د برياليتوب اصلي تعريف نه راښيي، د دې په ځای چې خپلې موخې په حقيقت کې ولټوو، يوازې په دې پسې ګرځو چې دنيا موږ ته څنګه ښکاري، انا مو په ريا او تظاهر مجبوروي، خو په حقيقت کې يې د ژوند له اصلي مقصد څخه ډېر لرې روان کړي يو.


د انا قابو ساتل ولې ضروري وي؟

که انا په خپل قابو کې وساتو، د خپل ژوند په سفر کې رښتينې بريا ترلاسه کولی شو، د دې کنترول دې لپاره اړين دی، چې د ژوند د برياليتوب راز د ځان په جوړولو کې دی، نه پر نورو د ځان پورته ښودو کې، پر انا پوهېدل او هغه قابو کول له موږ سره مرسته کوي چې ځان له حقيقت سره پخلا کړو او له دې سره د رښتنيې بريا او ډاډ پر لور روانيږو.


پر انا د پوهېدو او قابوکولو يوه حل‌لاره

که غواړئ پر ايګو لا ښه پوه شئ او خپل کنترول کې يې وساتئ، نو د Ryan Holiday ليکوال Ego is the Enemy نومی اثر خامخا ولولئ، دا کتاب نه يوازې د ارواپوهنې کتاب دی، بلکې د فلسفې له زاويې هم د انا حقيقت او اغېزې روښانه کوي.

که څه هم دا کتاب د ارواپوهنې پر تيوريو ولاړ نه دی، خو ايګو يې په کاملاً يوې نوې بڼې راښودلی، د انا حقيقت موندنه او پرې قابو ساتل، د ژوند بريا لپاره اړين دی او همدا د دې کتاب موخه ده، دا کتاب هر چا لپاره ضروري دی، په ځانګړي ډول هغو لپاره چې غواړي په ځان کې بدلون راولي او رښتينې بريا ته لاره ومومي.

راين هاليډې په دې اثر کې د فلسفې، تاريخ او ارواپوهنې د يوه ګډ امتزاج په مرسته د انا د اغېزو په اړه يوه ځانګړې لاره غوره کړې ده، نوموړي د پخوانيو فلسفيانو: سقراط مارکس ایورلیس او سينکا د نظرونو په مرسته دا راښيي چې د انا پر خلاف جګړه  نه يوازې يوه رواني جګړه ده، بلکې دا زموږ د فطرت غوښتنه هم ده، په دې کتاب کې راښوول شوي چې که پر خپلې انا قابض شو، خپل ژوند ښه کولای او د برياليتوب پر رښتينې لارې مزل کولای شو.

په پای کې دا چې انا يو پياوړی ځواک دی چې زموږ ژوند اغېزمنولای شي، که موږ پر دې اغېزو پوه شو او په خپل واک کې يې وساتو، نو خپل ژوند د رښتينيو موخو پر لور سيخولای شو، د دې اثر مطالعه به هم له انا سره د مبارزې لارې دروښيي او هم به مو د فردي پرمختګ پر لارو چارو خبر کړي.

 

Related
Insights on Global and social Issues
;