څېړونکو لپاره غوره پلټونکي ماشينونه
۱- ګوګل سکالر (Google Scholar): ګوګل سکالر په ۲۰۰۴ کال کې جوړ شوی دی، په دې کې ډېرې علمي مقالې له مختلفو منابعو او ژورنالونو څخه وړاندې کېږي، دا یو ډېر مشهور او آسانه علمي سرچینه ده چې محققین ترې ډېره ګټه اخلي.
https://scholar.google.com
۲- سایټسیر (CiteSeerx): سایټسیر یوه
ډیجیټلي کتابتون او آنلاین علمي ژورنال دی، چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې مقالې وړاندې
کوي، دا سایټ په ۱۹۹۸ کال کې جوړ شوی او څېړونکو لپاره لومړنی آنلاین مرکز ګڼل کېږي.
https://citeseerx.ist.psu.edu
۳- ګېټسایټډ (GetCITED): دا یو پیاوړی علمي سایټ دی چې ۳ میلیونه مقالې او له ۳ میلیونو زیات
لیکوال په کې راجستر دي، دا مرکز دوه ځانګړتیاوې لري:
۱-
یو جامع علمي مرکز دی.
۲- د بحث يو فورم لري چې څېړونکي
کولای شي هلته آنلاین یا آفلاین بحثونه وکړي.
https://www.getcited.org
۴- د مایکروسافټ علمي څېړنه (Microsoft Academic Research): دا علمي سايټ مایکروسافټ جوړ کړی او په کې
له ۲۰ میلیونو زیات لیکوال او شاوخوا ۴۸ میلیونه علمي آثار شامل دي، دلته د هرې علمي څانګې
لپاره مقالې پیدا کولای شئ.
https://academic.microsoft.com
۵- بایو لاین انټرنیشنل (Bioline International): دا سايټ په ۱۹۹۳ کال کې جوړ شوی او د درېیمې نړۍ (۱۵ هېوادونو) علمي مقالې په کې خپرېږي،
اکثره مقالې یې د کرنې، روغتیا، خوړو، درملو او عامې روغتیا اړوند دي، شاوخوا ۷۰ ژورنالونه
په کې شامل دي.
https://bioline.org.br
۶- د خلاصو علمي ژورنالونو لارښود (Directory of Open Access
Journals): دا یو غني علمي سايټ دی چې د
نږدې ۸۰۰۰ ژورنالونو د مقالو بېلابېل موضوعات وړاندې کوي.
۷- پلوس وان (PLOS ONE): دا یو بډايه
علمي وېبپاڼه ده، چې یوازې هغه مقالې په کې خپرېږي چې له سختې علمي ارزونې تېر
شوي وي، دلته تاسې کولای شئ معتبرې علمي مقالې ومومئ.
https://journals.plos.org/plosone
۸- بایو وان
(BioOne): دا یو ځانګړی علمي مرکز دی چې
د طبیعي علومو، بیولوژي او چاپېریالي علومو په برخه کې مقالې وړاندې کوي، دا سایټ
په ۲۰۰۸ کال کې د یوې غیرانتفاعي ادارې له خوا جوړ شوی او اوس یوه پراخه علمي سرچینه
ده.
https://bioone.org
۹- د پرمختللو موادو ساینس او ټکنالوژي (Science and Technology of
Advanced Materials): دا سايټ په
۲۰۰۰ کال کې جوړ شوی، دا مرکز د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې مقالې وړاندې کوي
چې اکثر یې وړیا دي.
:
https://www.tandfonline.com/journals/tsta20
۱۰- د نوي فزیک ژورنال (New Journal of Physics): دا سايټ په ۱۹۹۸ کال کې د Institute of Physics او Deutsche Physikalische
Gesellschaft له خوا جوړ شوی او د فزیک نوې
مقالې په کې خپرېږي.
https://iopscience.iop.org/journal/1367-2630
۱۱- ساینس ډایرېکت (ScienceDirect): دا سايټ د ۲۵۰۰ ژورنالونو او ۲۰۰۰۰ کتابونو
بشپړې مقالې او برخې وړاندې کوي، یو له سترو علمي مراجعو څخه شمېرل کېږي.
https://www.sciencedirect.com
۱۲- سایناپس (Scinapse): دا د علمي لټون يو نوی انجن دی چې په ۲۰۱۸ کال کې په
جنوبي کوریا کې جوړ شوی. دا انجن شاوخوا ۱۷۰ میلیونه علمي مقالې لري.
https://www.scinapse.io