From missiles to straits; An analysis of the Iran-Israel war
له توغندیو تر تنګیو؛ د ایران او اسراییلو د جګړې شننه
لیکوال: عزیزاحمد
فضلي
د
ملي لوړو زدهکړو موسسې استاد او د څېړنې او علمي مجلې رییس
اسراییلو
د ۲۰۲۵ کال
د جون پر ۱۳مه
د ایران پر ضد پراخ نظامي عملیات ترسره کړل، چې نوم یې (Operation
Rising Lion) (یعنې راپورته کېدونکی زمری) و. دا نوم یوازې
یو ساده نظامي رمز
نه دی، بلکې ژور پیغام لري. اسراییل غواړي له دې نوم سره خپل ولس، سیمهییز
مخالفین او نړیوالو ته وښيي،
چې یو قوي، بیدار او قاطع ملت دی. په
یهودي مذهب کې زمری د یهودا د قبیلې نښه ده، چې د ځواک، اتلولۍ او مقاومت
استازیتوب کوي. کله چې اسراییل خپل عملیات د "راپورته کېدونکي زمري" په
نوم یادوي، دا مانا لري چې دوی له ګواښونو وروسته یو ځل بیا پیاوړی راپورته شوي او نور نه یوازې دفاعي حالت
کې پاتې کېږي، بلکې فعاله جګړه هم کوي. دا
نوم ددې پخلی کوي، چې
اسراییل نور د ایران د اټومي پروګرام، پراکسي ډلو او سیمهییز نفوذ پر وړاندې زغم
نه لري او
چمتو دی،
چې مخکښ او پرېکنده اقدام وکړي. لکه یو زمری چې له خوبه راویښ شوی وي، اسراییل
غواړي نړۍ ته وښيي چې هر ډول ګواښ ته په جدي توګه ځواب ورکوي. له رواني جنګي اړخه، دا نوم ایران ته دا
پیغام رسوي،
چې اسراییل نه یوازې د ځان
دفاع کوي، بلکې که اړتیا وي، مستقیماً برید کوي. دا پیغام خپل ولس ته هم دا احساس
ورکوي،
چې که څه هم داخلي ستونزې شته، خو د ملي امنیت پر سر یووالي ته ژمن دي. نړیوالو
ته هم دا نوم دا ښيي چې اسراییل یو فعال، هوښیار او ستراتیژیک دولت دی، چې د خپلې بقا او امنیت لپاره
انتظار نه باسي، بلکې خپله پرېکړه
په خپله
کوي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ د پروني
(جون په ۱۳،
۲۰۲۵ ) جګړه، چې په ایران د اسراییلو د حملو څخه پیل شوه، دا
ځل یوازې د پراکسي ځواکونو د فعالیتونو په کچه نه ده، بلکې دواړه هېوادونه په
مستقیم ډول یو پر بل بریدونه کوي. پخوا ایران د خپل نفوذ لاندې ډلې لکه د لبنان حزبالله، د عراق حشدالشعبي، د فلسطین حماس او جهاد اسلامي
او د یمن حوثیان کارول، ترڅو پر اسراییلو فشار وارد کړي او اسراییلو هم پر همدې پراکسي شبکو
بریدونه کول،
خو اوس چې تقابل له دې محدودو ځواکونو وتلی، اسراییل د ایران په خاوره مستقیم
بریدونه کوي او ایران بیا د تلابیب پر لور توغندي توغوي. که دا کړکېچ همداسې روان وي، نو یوازې ایران او اسراییل نه، بلکې سعودي عربستان، متحده
عربي امارات، ترکیه، قطر،
عمان، اردن، یمن او مصر به هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول تر
تاثیر لاندې راشي. همدارنګه د امریکا رول به نور هم پراخ شي، ځکه امریکا د اسراییلو
ستراتیژیک متحد دی او نه شي زغملای چې ایران پر اسراییلو مستقیم بریدونه وکړي. له
بلې خوا، روسیه او چین که څه هم تر اوسه نظامي ښکېلتیا ته زړه نهښيي، خو ممکن د ایران سیاسي او اقتصادي ملاتړ
ته را ودانګي.
دا وضعیت د نړیوالو لویو قطبونو ترمنځ نوې
ټکرونه رامنځته کولی شي او
د نوې سړې جګړې یا نیابتي جګړو شکل به غوره کړي. پراکسي جګړو که څه هم د سیمې توازن بېثباته
کړی و، خو اوس چې جګړه د اصلي دولتونو ترمنځ ده، نو دا یوازې یو سیمهییز بحران نه، بلکې یو جدي نړیوال امنیتي
ګواښ دی. د دې کړکېچ دوام کولای شي د منځني ختیځ ثبات له منځه یوسي، د نړیوالې انرژۍ بازار ګډوډ کړي، پانګونې
او اقتصادي فضا ته زیان ورسوي او لوی نړیوال قدرتونه اړ کړي، چې د
جګړې احتمالي ډګرونو ته خپل صفونه برابر کړي. که چېرې سیاسي حل ونه موندل شي، دا
کړکېچ به د نړیوالو بحرانونو نوې څپه پیل کړي.
د
جګړې ستراتیژیک اړخ
د ایران او اسراییلو ترمنځ روان نظامي کړکېچ، یوازې د اور پر تبادله نه دی محدود، بلکې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو محاسبو، جیوپولیتیکي موخو او سیمهیزو تأثیراتو تمثیل کوي. دواړه خواوې هڅه کوي، چې نه یوازې نظامي برتري وښيي، بلکې یو بل ته د Deterrence په ژبه پیغام ورکړي. ایران، چې د پراکسي ځواکونو یو ستر جیوپولیتیک معمار ګڼل کېږي، د لبنان حزبالله، د سوریې شیعه ملیشو، د عراق کتائب او د یمن حوثیانو له لارې یو څو جبههییز فشار پر اسراییلو واردوي. د بېپیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو کارونه، نه یوازې د فزیکي تاوان سبب کېږي، بلکې دا پیغام هم لري چې ایران د جګړې په صورت کې، د نیابتي سناریو له لارې، د اسراییلو امنیتي هندسه ګډوډولای شي. دا تکتیک د غیر متقارنې جګړې (Asymmetric Warfare) غوره بېلګه ده، چې هدف یې د قوي دښمن په وړاندې د کممصرفه خو اغېزمنو لارو کارول دي. په مقابل کې، اسراییل هم د خپلې استخباراتي اغېزمنۍ، دقیقو هوايي عملیاتو او دفاعي ټکنالوژۍ له لارې، هڅه کوي ایران ته ښکاره کړي، چې له یوې خوا د ایران د نفوذ د توسعې مخه نیسي او له بلې خوا، که اړتیا پېښه شي، مستقیم برید هم ترسره کولای شي. د آیرن ډوم، داوید سلنګ او ارو ډول نورو دفاعي سیستمونو مؤثریت، اسراییل ته یو ډول فعال بازدارند عمل بښلی، چې په کې دفاع او حمله دواړه ګډ شوي. دغه دوه اړخیزه «نظامي ښودنه» د جګړې له کلاسیکي مفکورې څخه اوښتي، او اوس د ستراتیژیکو نندارو، تاکتیکي پیغامونو او فزیکي ـ سایبري مقابلو بڼه غوره کړې ده. د جګړې د احتمالي پراخېدو خطر له همدې ځایه سرچینه اخلي؛ ځکه دواړه خواوې، که څه هم درنه او اوږدمهاله جګړه نه غواړي، خو د یو بل د محاسبې د غلطۍ احتمال موجود دی، چې له امله یې یو کوچنی اقدام لویه جګړه راولاړولای شي. په دغه ستراتیژیک تعامل کې، یو مهم عنصر د «دوو طرفه محاسبې» خطا ده؛ یعنې که هر لوری د بل لوري غبرګون ناسم اټکل کړي، ممکن له بازدارند هڅو جګړه وزېږوي. دا هماغه مفکوره ده چې د نړیوالو اړیکو په ژبه کې یې Security Dilemma بولي.
د جګړې سیاسي اړخ
د ایران او اسراییلو ترمنځ روان کړکېچ نه
یوازې یوه سیمهیزه یا امنیتي نښته ده، بلکې د دواړو هېوادونو لپاره یوه "سیاسي وسیله" ګرځېدلې، څو له داخلي فشارونو
څخه د خلاصون په توګه یې وکاروي.
دغه کړکېچ دواړو لوریو ته دا فرصت ورکوي، چې د "بهرني
دښمن" مفکورې په کارولو سره د
خپلو داخلي ستونزو د پټولو هڅې
وکړي، دې ستراتیژي ته "Diversionary
Foreign Policy" ویل
کېږي. ایران له څو کلونو راهیسې د سختو اقتصادي
بندیزونو، د اسعارو د ارزښت له سقوط، د بېکاري له زیاتوالي او له پراخو ټولنیزو
ناراضیو سره مخ دی. د ۲۰۲۲
حجاب ضد مظاهرې، د داخلي بېعدالتۍ ادراک او د دولتي مشروعیت کمزوري کېدل، رژیم دې
ته اړ ایستلی، چې
د " بهرني
دښمن" ـ اسراییل، امریکا یا سعودي ـ تصویر د ملتسازی یوه آله وګرځوي. د ملي
یووالي، مقاومت، او شهیدانه قربانۍ شعارونه، د دولت لهخوا د مشروعیت د احیا هڅه ده.
ایران غواړي د فلسطین، لبنان، یمن او سوریې له سناریو څخه د اسلامي محور مقاومت د مشرتابه تصویر جوړ کړي، څو خپل انقلاب
ته دوام ورکړي او کورنۍ نیوکې پیکه کړي. له
بلې خوا، اسراییل هم له سیاسي ستونزو، قضاایي اصلاحاتو، سختو کورنیو مخالفتونو او
د اکتوبر ۷مې
حملې له شوک وروسته، د ملي امنیت د ترمیم هڅه کوي. د نتانیاهو حکومت د امنیتي
ناکامۍ له امله تر شدیدو انتقادونو لاندې دی او هڅه کوي د بهرني ګواښ په وړاندې د
سخت غبرګون له لارې خپل سیاسي موجودیت توجیه کړي. د
سختو عملیاتو تګلاره،
د غزې پراخ بمبار او د ایران پر اهدافو بریدونه، د حکومت لهخوا د ځواک، تسلط او
مشروعیت څرګندونه ده.
نړیوال دریځونه او محدوده دیپلوماسۍ: که
څه هم نړیوال قدرتونه لکه امریکا، اروپايي ټولنه او روسیه هڅه کوي، د ایران او اسراییلو ترمنځ د
کړکېچ پراخېدو مخه ونیسي، خو دا هڅې د (دواړو خواوو غیر انعطاف
منونکي دریځونو،
د ستراتیژیکو ګټو تضاد، د اعتماد نشتوالی او نړیوال سیال رقابت) له مهمو خنډونو سره مخ دي.واشنګتن،
چې د اسراییلو کلک متحد
دی، د
خپل سیاست د دوو متضادو اهدافو ترمنځ متوازن چلند ته اړ شوی: له یوې خوا هڅه کوي د
اسراییلو امنیتي اندېښنو ته مشروع بڼه ورکړي، د هغو اقداماتو ملاتړ وکړي، چې موخه یې د ایران اټومي پروګرام،
پراکسي شبکې او توغندیز ظرفیت کمزوری کول دي؛ خو له بلې خوا، واشنګټن نه غواړي چې وضعیت دومره تند
شي، چې
مستقیمه جګړه پیل شي، ځکه دا کار به د انرژۍ نړیوال بازارونه ګډوډ، د امریکا
متحدین به
په خلیج کې له خطر سره مخ او د اوکراین د بحران تمرکز کمزوری کړي، خو اصلي ستونزه داده، چې د امریکا او ایران ترمنځ
د باور ژور بحران دی. ایران امریکا د دوهګوني معیار،
سلطهطلبۍ او د سیمې د بېثباتۍ اصلي عامل ګڼي. د ۲۰۱۵م کال د "برجام" له
ماتې وروسته، تهران باور نه لري،
چې واشنګټن به د توافقاتو پابند پاتې شي. دغه بیاعتمادي د هر ډول مذاکراتو،
منځګړیتوب یا دېپلوماتیکو
هڅو بنسټ زیانمن کړی دی. اروپايي ټولنه
که څه هم کوښښ کوي،
یو متوازن رول ولوبوي، خو د ستراتېژيساز ځواک په توګه کمه اغېزه لري. د دې ټولنې
غړي د برجام له بیا احیا سره لیوالتیا لري، خو د امریکا له امنیتي کرښو او د
اسراییلو د ګټو له پالیسۍ څخه نشي جدا کېدای. اروپا له ایران سره د اقتصادي اړیکو
پراخولو ته علاقه لري، خو په عمل کې دا هیله د امریکا د ثانوي بندیزونو له امله
اغېزناکه نه ده. روسـیه
بیا، چې ځان د "لوېدیځ د مقابل لوري" په توګه معرفي کوي، هڅه کوي د
منځګړي رول په لوبولو سره هم د خپل نړیوال حیثیت ترمیم وکړي، هم په ایران کې د نفوذ
لپاره موقع پیدا کړي. مسکو د ایران اتومي پروګرام یو تخنیکي شریک پاتې شو، او په
سوریه کې یې له ایران سره ګډه
مداخله
کړې، خو د
اوکراین جګړې له امله روسیه اوس تر نړیوال انزوا لاندې ده او د منځګړیتوب وړتیا یې
محدوده ده. بلخوا،
د مسکو او تلابېب اړیکې هم خاصې پېچلې
دي. اسراییل هڅه کوي د روسیې لهخوا د سوریې هوایي حریم ته لاسرسی ولري او په عین
حال کې له کیف سره هم تعلق وساتي. دې دوهګونی موقف روسیه مجبوره کړې، چې په ډېر احتیاط عمل وکړي.
د سیمې نوي ترتیبات؛ عربي ـ اسراییلي ائتلاف: په وروستیو کلونو کې د
منځني ختیځ امنیتي منظرې د
پام وړ بدلون موندلی دی. هغه عربي هېوادونه چې تر دې دمه یې د فلسطین د مسئلې له
امله له اسراییلو سره په سخت رقابت کې ښکېلتیا درلوده، اوس د ګډو سیمهییزو
ګواښونو پر بنسټ تدریجي نږدېوالی تجربه کوي. دا بدلون یوازې یو سیاسي چرخش نه دی،
بلکې د یوه نوي ستراتیژیک ـ جیوپولیتیک نظم د رامنځته کېدو نښه ده، چې سیمه یې تر خپلې اغېزې
لاندې نیولې ده. د
ابراهیم تړون د دې نوي نظم د رسمي کولو نقطه ګڼل کېږي. دغه تړون چې د متحده عربي
اماراتو، بحرین او وروسته نورو عربي هېوادونو له خوا د اسراییلو سره د رسمي اړیکو
د عادي کولو لپاره رامنځته شو، په سیمه کې یو نوی امنیتي چوکاټ او شراکت ته لاره
هواره کړه. خو له دې وړاندې هم د ایران د پراخېدونکي نفوذ، د پراکسي جګړو او د
توغندیز ګواښونو په مقابل کې، خلیجي هېوادونه په ناڅاپي ډول یو امنیتي محوري توافق
ته رسېدلي وو. د
دغه نوي ائتلاف ستراتیژیک منطق او موخې په لاندې ټکو کې راڅرګندېږي:
لومړی، ایران له یمن څخه تر لبنان، له
سوریې تر عراق پورې د پراکسي شبکو په واسطه یو جغرافیایي کمربند جوړ کړی، چې د سعودي عربستان، متحده
عربي اماراتو او نورو خلیجي هېوادونو لپاره یوه وجودي ګواښ دی. په ځانګړې توګه د
حوثیانو د توغندیو د بریدونو له زیاتوالي وروسته، عربي هېوادونه اسراییل ته د یو
احتمالي امنیتي شریک په سترګه ګوري، نه د تاریخي دښمن په توګه.
دویم، اسراییل د استخباراتو، سایبر امنیت،
بېپیلوټه ټکنالوژۍ او دفاعي سیستمونو لکه آیرن ډوم په برخو کې ځانګړې وړتیاوې لري، چې عربي هېوادونه ورته اړتیا
لري. له همدې امله، حتی سعودي عربستان چې رسمي اړیکې نه لري، له اسراییلو سره د
معلوماتو شریکول، امنیتي همغږۍ او ستراتیژیکو مشورو ته غاړه ایښې ده.
درېیم، دا امنیتي ائتلاف د امریکا له خوا
هم تشویق شوی،
څو د ایران د مهارولو لپاره یوه سیمهییزه جبهه جوړه کړي. واشنګټن د خلیجي
هېوادونو او اسراییلو ترمنځ د نږدېوالي اسانتیا برابروي، په ځانګړې توګه د دفاعي سیسټمونو
همغږي، ګډ پوځي تمرینونه او د هوايي دفاع شبکې انسجام برخه کې.
د دې امنیتي ترتیباتو په نتیجه کې، ایران ځان د یوې ژورې جیوپولیتیکي محاصرې په منځ کې ویني. دا یوازې یو نظامي تهدید نه دی، بلکې د تهران سیمهییز ستراتیژیک موقعیت، د اسلامي نړۍ د مشرتابه ادعا او د «مقاومت د محور» رهبري تر جدي پوښتنې لاندې راوستل شوې ده. په ځانګړې توګه، ایران دا وضعیت د عربي دولتونو له لوري اسراییلو ته د غیرمستقیم مشروعیت ورکولو په توګه تعبیر کوي. د تهران له نظره، دا یو ډول «صهیونیزم ته تسلیمېدنه» ده، چې د اسلامي هویت، فلسطیني آرمان او د امت واحدې د مفکورې سره ښکاره ټکر لري. دا مسأله د ایران د آیډیولوژیک سیاست اساسات متزلزل کوي او له همدې امله یې غبرګون هم شدید، پراخ او محاسبه شوی ښکاري. په عین وخت کې، د ایران ـ اسراییلو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د یو وختي او تاکتیکي اصطکاک بڼه نه لري، بلکې دا د سیمهییز قدرت د توازن د بیا تعریف یوه مرحله ده. د جګړې د پراخېدو خطر ساعت تر بلې زیاتیږي او دواړه خواوې په واضح ډول پر سختو او بېانعطافه دریځونو ټینګار کوي. دا دریځونه د خبرو اترو فضا محدودوي او هر ډول منځګړیتوب اغېزمنوي. نړیوالو دیپلوماتیکو هڅو، تر دې دمه د بحران د مهارولو توان نهدی ښودلی. برعکس، د سیمې دننه د نویو امنیتي بلاکونو شکل نیول، لکه د سعودي عربستان او اسراییلو ترمنځ نرمېدونکي اړیکې، د کړکېچ حل نور هم پېچلی کړی. دغه تحول د سیمهییزو اتحادونو له دودیز جوړښت نه د وتلو او یو نوي امنیتي ترتیب لور ته د خوځښت نښه ده. ښکاري چې د منځني ختیځ راتلونکی امنیتي نظم به د یو پیاوړي بینالمللي توافق پر بنسټ نه، بلکې د سیمهییزو قطبونو ترمنځ پر رقابت ولاړ وي. دا قطبونه عبارت دي له: ایران، چې هڅه کوي د مقاومت محور ته دوام ورکړي او د امریکایي ـ اسراییلي بلاک مقابله وکړي؛ اسراییل، چې د سیمې د یو مهم او مشروع لوبغاړي په توګه ځان تثبیتوي؛ سعودي عربستان، چې غواړي د عربي نړۍ د مشرۍ رول له ایډیولوژیکو مفاهیمو نه د عملمحوره سیاست لور ته واړوي او نړیوال قدرتونه، په ځانګړي ډول امریکا، روسیه او چین، چې هر یو هڅه کوي د نوې انډولمندۍ برخه پاتې شي. دا رقابت، که څه هم ممکن د بشپړې جګړې لور ته لاړ نه شي، خو یو دوامدار بحرانییز حالت به رامنځته کړي، چې د منځني ختیځ سیاسي او امنیتي بڼه به د اوږدې مودې لپاره متأثره کړي. د ایران او اسراییلو ترمنځ روان تقابل یوازې یو بل نظامي فصل نه، بلکې د سیمهییز نظم د بدلون محرک دی. د عربي ـ اسراییلي نږدېوالي له امله، ایران ځان منزوي ویني او له همدې امله یې د عکسالعمل شدت او ابعاد پراخ دي.
هرمز او بابالمندب: د
ایران ستراتیژیک کارتونه
هرمز او بابالمندب تنګي د
نړیوالې
انرژۍ د ترانسپورت له مهمو او حیاتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې ایران ته ستراتیژیک او
جیوپوليټیک اهمیت لري. د دغو تنګو د بندېدو ګواښ، چې ایران یې د فشار یوه مهم کارت
بولي، کولی شي په سیمهییزه او نړیواله کچه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اهدافو د
تحقق لپاره وکارول شي. ایران باور لري، چې د هرمز یا بابالمندب د احتمالي بندېدو له
لارې د نړیوالې
انرژۍ د جریان محدودول به نړۍ، په ځانګړي ډول لویدیځ هېوادونه، تر فشار لاندې
راولي. د تېلو
د صادراتو او ترانسپورت خنډونه به مستقیمآ نړیوال بازار ته زیان ورسوي، د بیو
لوړوالی به راولي او
د انرژۍ امنیت به نړیواله موضوع وګرځي. دغه
وضعیت کولی شي امریکا، اروپایي ټولنه
او نور نړیوال ځواکونه دې ته وهڅوي،
چې له ایران سره په خبرو او تعامل کې یو څه انعطاف وښيي. خو سره له دې چې دا
ستراتیژیک کارت د فشار یوه مؤثره وسیله ده، له ګڼو خطرونو خالي نه ده. د دغو تنګو بندول د نړیوالو
قوانینو خلاف عمل ګڼل کېږي، چې د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګون، احتمالي نظامي ځواب
او سخت اقتصادي بندیزونه ورسره مل دي. ایران تر ډېره دا ګواښ د یوې اهرمي وسیلې په
توګه کاروي، خو په عمل کې ډېر کم دغه ګام پورته کوي، ځکه دا کار کولی شي د ایران
سیاسي انزوا، اقتصادي فشار او حتی پوځي مقابلې ته لاره هواره کړي. له
همدې امله، ایران دا کارت عموماً د ګواښ او فشار د وسیلې په توګه ساتي، څو د سیاسي امتیازاتو ترلاسه
کولو لپاره ترې استفاده وکړي. خو که دا کارت عملي شي، نو د سیمهییز او نړیوال
کړکېچ کچه به
لوړه کړي، د تېلو
نړیوال بازار به بېثباته او د ایران کورنی اقتصاد به له جدي فشارونو سره مخ کړي.
نو ځکه، دغه کارت هم د خطرونو او هم د ارزښت له اړخه ډېر حساس دی.
د هرمز تنګي د بندېدو اغېزې
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د
ترانسپورت له خورا مهمو او حیاتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د فارس خلیج له ختیځه د
عمان سمندر ته غزېدلی دی. دا تنګی د نړیوالو تېلو شاوخوا ۲۰ سلنه صادراتو ته لاره
هواروي، چې د نړۍ د انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو مهمه برخه جوړوي. یاده لار نه یوازې
د تېلو،
بلکې د طبیعي ګاز، پتروکیمیاوي موادو او نورو انرژيمحصولاتو لپاره هم یو حیاتي
دهلیز دی. له همدې امله، هرمز د نړیوال سیاست، اقتصاد او امنیت له پلوه یوه
ستراتیژیکه او جیوپولیټیکه نقطه بلل کېږي. د هرمز د بندېدو هر ډول ګواښ په نړیوالو بازارونو سمدستي اغېز
لري. کله چې د تېلو
عرضه مختله شي یا د ترانسپورت خنډونه رامنځته شي، د تېلو نړیوالې بیې ژر لوړېږي. دا
کار د نړۍ په اقتصادي وضعیت، په ځانګړي ډول د صنعتي هېوادونو لکه چین، هند، جاپان
او اروپایي ټولنې پر
تولیدي سکتورونو مستقیم اغېز لري. د انرژۍ بیې لوړېدل د تولید لګښتونه لوړوي، تورم
رامنځته کوي، مصرفي توکي ګرانوي او د اقتصادي ودې بهیر کمزوری کوي. په
امنیتي کچه، د هرمز تنګي د بندېدو سناریو به امریکا او د هغې متحدین دې ته اړ کړي، چې د دې ستراتیژیکې لارې د
خوندي ساتلو لپاره خپل پوځي حضور پراخ کړي. دا به د امریکا د بحري ځواکونو تمرکز
او عملیات زیات کړي، څو د انرژۍ د جریان خوندیتوب تضمین او د ایران د احتمالي
ګامونو مخه ونیسي. په مقابل کې، ایران به هم خپل دفاعي چمتووالی لوړ کړي او کیدای
شي له بېپیلوټه الوتکو، توغندیو او پراکسي ځواکونو څخه کار واخلي. دا وضعیت د یو
احتمالي سیمهییز یا نړیوال نظامي کړکېچ خطر زیاتوي. اقتصاداً، ایران خپله ستره ضربه ويني؛ ځکه
چې د صادراتو ډېره برخه یې له همدې لارې نړۍ ته لېږدول کېږي. د هرمز بندېدو په
صورت کې، ستر مشتریان لکه چین او هند به یا له ایراني تېلو محروم شي یا به اړ شي له
بدیلو لارو ګټه واخلي، چې دا د ایران لپاره د صادراتو له کمښت، د عوایدو له ضیاع
او د اقتصادي فشارونو له زیاتوالي سره مل وي. دا وضعیت د ایران پر داخلي اقتصاد هم
منفي اغېز کوي او ممکن د کورني بحران ژوروالی زیات کړي. د فارس خلیج نور هېوادونه، لکه سعودي
عربستان، متحده عربي امارات، کویټ او قطر هم د خپلو تېلو صادرات د همدې تنګي له
لارې ترسره کوي. د هرمز بندېدو به د دغو هېوادونو لپاره هم اقتصادي ګواښونه رامنځته
کړي، چې کېدای
شي د داخلي نارضایتۍ، اقتصادي نوساناتو او سیمهییزو سیاسي کړکېچونو لامل شي.
د بابالمندب تنګي د بندېدو اغېزې (د حوثیانو له لارې)
بابالمندب تنګی د سره سمندر
او عدن خلیج ترمنځ د نښلوونکي مهم سمندري دهلېز په توګه پېژندل کېږي، چې د سویز
کانال له لارې اروپا، آسیا او افریقا سره نښلوي. دا تنګی د نړیوال سمندري تجارت له
مهمو لارو څخه شمېرل کېږي، چې شاوخوا ۱۰
سلنه نړیواله
سمندري سوداګري له همدې لارې تر سره کېږي. له همدې امله، بابالمندب د نړیوال
اقتصاد، انرژۍ او امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري. د دې تنګي د بندېدو تر ټولو عمده اغېزه، د
نړیوالې سوداګرۍ په بهیر کې خنډ رامنځته کول دي. کله چې دا لاره د امنیتي ګواښونو
له کبله تړل کېږي،
یا محدودېږي، نړیوالې بار وړونکې کښتۍ اړ کېږي چې د افریقا د سواحلو اوږدو بدیلو لارو ته مخه
کړي. دا بدیله لاره نه یوازې اوږده ده، بلکې د تېلو، ګازو او نورو تجارتي توکو د
لېږد لګښتونه زیاتوي، وخت ډېروي
او د نړیوالو بازارونو په بیو مستقیم اغېز کوي. دا حالت د مصرف کوونکو لپاره د
قیمتي توکو سبب ګرځي او نړیوال اقتصادي فشارونه زیاتوي، په ځانګړي ډول د انرژۍ،
خامو موادو او د ورځني مصرفي توکو په سکتورونو کې. د سویز کانال اقتصادي زیانونه هم د پام وړ
دي. که بابالمندب وتړل
شي، کښتۍ به اړې شي چې د سویز کانال پر ځای د افریقا اوږده مسیر وکاروي. دا بدلون
د سویز کانال له عوایدو ستره برخه کموي، چې دا به د مصر پر ملي اقتصاد ژور منفي
اغېز وکړي. د کانال عواید چې د مصر بودیجې یوه مهمه برخه ده، به راکم شي. په
عین حال کې، د حوثیانو له لوري بریدونه – لکه د کښتیو نیول، توغندیز حملې، یا د
سمندري ترافیک ګډوډول – د نړیوالو شرکتونو، پانګهوالو او بیمهکوونکو باور کمزوری کوي.
د دې وضعیت له امله د کښتيو بیمه ګرانېږي، چې دا د بار وړلو ټولیز لګښتونه زیاتوي
او د نړیوالو سوداګریزو شرکتونو عملیاتي لګښتونه لوړوي. د بابالمندب د امنیت له
ټیټوالي سره، د نړیوالو کښتیو تګراتګ هم کمېږي، چې دا خپله د سوداګرۍ حجم ته منفي
اغېز رسوي. حوثیان،
چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، دا تنګی د یمن د جګړې په چوکاټ کې د فشار یوه
ستراتیژیکه وسیله ګرځولې. که د دوی له لوري دا تنګی بند شي، یا یې د بندېدو ګواښ عملي
شي، دا به د نړیوالو ځواکونو، په ځانګړي ډول د امریکا، اروپایي ټولنې او سیمهییزو متحدینو لکه سعودي
عربستان غبرګون وپاروي.
دا غبرګون به پراخ نظامي عملیاتو ته لاره هواره کړي، چې د یمن جګړه به له داخلي کچې بهر وباسي او دا
شخړه به یو نړیوال بُعد واخلي. دا تحول به د سیمهییز امنیتي ثبات لپاره جدي خطر
وي.
راتلونکی
احتمال
د ایران او اسراییلو ترمنځ تازه پوځي
تقابل، که څه هم ښايي د لنډمهاله تاکتیکي اهدافو لپاره پیل شوی وي، خو د شته
شواهدو له مخې د ستراتیژیک بدلون نښې لري. دا جګړه د سیمې د سیاسي ـ امنیتي معادلو
د بیا تنظیم هغه پړاو ته داخلېږي، چې یوازینۍ موخه یې نظامي تسلط نه، بلکې د نفوذ ساحو
د تثبیت، ایډیولوژیک تفوق او
د نړیوالو ائتلافونو جوړښت ته شکل ورکول دي. ایران، چې له کلونو راهیسې د "مقاومت محور" د مرکزي
قدرت په توګه ځان وړاندې کړی، اوس ځان د یوه امنیتي چاپېریال په منځ کې ویني، چې
له درېیو اړخونو څخه د فشار لاندې دی:
له یوې خوا، اسراییل په نظامي ـ استخباراتي
برتري اتکا لري او غواړي د ایران سیمهییز نفوذ ټکنی کړي؛ له بلې خوا، سعودي
عربستان او نور عربي هیوادونه د تهران له ایډیولوژیک نفوذ څخه د خلاصون په هڅه کې
د اسراییلو په لور تګ کوي او درېیم، نړیوال قدرتونه، په تېره امریکا، د ایران پر
ضد د بندیزونو، انزوا او فشار سیاست تعقیبوي. اسراییل هڅه کوي چې د سیمې له نوي واقعیت سره ځان عیار کړي.
هغه اسراییل چې تر ډېره یې د
شخړو د موجودیت پر اساس خپل امنیتي منطق رامنځته کړی و، اوس غواړي د عاديسازۍ (Normalization) له لارې خپل مشروعیت پراخ او ځان د
سیمهییز امنیت یوه نهجلا کېدونکې برخه معرفي کړي.
د جګړې راتلونکی که له څو زاویو وکتل شي، نو یو لړ مهم عناصر باید په پام کې ونیول شي:
1. د جګړې مدیریتشوې پراخوالی: دواړه
لوري هڅه کوي جګړه تر یو حده محدود وساتي، څو نړیوال فشار، اقتصادي اغېزې او داخلي
بحرانونه مهار شي. خو دا محدودیت هم نسبتي دی. هر ډول تېروتنه، استخباراتي ناکامي
یا غبرګونمحوره حمله کولای شي حالت له کنټروله وباسي. په دې صورت کې، د جګړې ډګر
به یوازې ایران او اسراییل نه، بلکې لبنان، سوریه، یمن، عراق، خلیج او حتا
افغانستان ته وغځېږي.
2. نوي ائتلافونه او امنیتي بلاکونه: د
سعودي عربستان او اسراییلو نږدېوالی، که څه هم له فلسطیني قضیې سره حساسیت لري، خو
یو ستر تحول دی. ایران دغه ائتلافونه «خاینان عرب» ګڼي، خو د واقعیت په میدان کې
دا همغږي د ایران پر سیمهییزو محاسبو اغېز کوي. له بل لوري، ایران هڅه کوي چې له
چین، روسیې او سیمهییزو متحدینو سره د متقابل دفاع یا امنیتي همکارۍ نوی چوکاټ
رامنځته کړي.
3. د نړیوالو قدرتونو متناقض نقش: امریکا
هڅه کوي چې ایران منزوي وساتي، خو په عین حال کې د یوه سترې جګړې مخنیوی هم غواړي.
چین او روسیه، برعکس، له ایران سره د انرژۍ، اقتصاد او امنیت په برخو کې نږدې
همکاري لري، خو نه غواړي د منځني ختیځ د نویو ائتلافونو ضد کې مستقیم جګړهمحوره
عمل وکړي. له همدې امله، دا کړکېچ هم نړیوال رقابتونه فعال ساتي او هم د تقابل
منطق له سیمهییزه نړیوال اړخ ته ارتقا ورکوي.
4. د داخلي فشارونو نقش: دواړه لوري له داخلي بحرانونو سره مخ دي. اسراییل له سیاسي قطبیت، مذهبي اختلافاتو او فلسطیني مقاومت سره او ایران له اقتصادي بندیزونو، ولسي نارضایتۍ او نسلي بدلون سره. دا فشارونه دواړه اړوي چې بهرني تهدید ته شدت ورکړي، څو داخلي مشروعیت خوندي کړي. دا وضعیت، د «وطنمحورۍ له لارې بحران جوړونه» بلل کېږي، چې د جګړې دوامداري ته توجیه ورکوي.
منابع
1. https://www.eia.gov/todayinenergy/detail.php?id=61025&utm_source=chatgpt.com
8.https://www.barrons.com/articles/iran-israel-war-oil-shock-economy-74b50e44?utm_source=chatgpt.com