بصيرالحق عادل د
نوراجان زوی، پر کال ۱۳۷۰ د خېبر پښتونخوا
باجوړ نومې سيمه کې د کډوالۍ پر مهال زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ، زدهکړې د کډوالۍ
پر مهال د افغان مهاجرو په يو ښووځي کې ترسره کړي، منځنی ښوونځی يې د کونړ ولايت
مرکز اسعداباد کې د عمراخان په عالي لېسه کې بشپړ کړی او له دولسم ټولګي د هلمند
ولايت مرکز لښکرګاه ښار د هلکانو مرکزي عالي لېسه کې بشپړ کړی. پر کال ۱۳۹۰
لمريز د کانکور ازموینې له لارې د هلمند پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې
ته بریالی شو، پر کال ۱۳۹۵ يې له ياد پوهنتون څخه
د فراغت سند ترلاسه کړ، ښاغلي عادل د نورو زدهکړو د دوام په موخه، پر کال ۱۳۹۹
د کابل دولتي پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ماستري برنامې ته د آزموينې له لارې
شامل او پر کال ۱۴۰۳ یې له یاد پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په برخه کې ماسټري بشپړه
کړه.
کاري تجربې
بصيرالحق عادل په
علمي او مسلکي ډګر کې د پام وړ تجربې لري، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
له ۱۳۹۱څخه
تر ۱۳۹۳ پورې د هلمند ملي راډيو ټلوېزيون کې د ادبي، کلتوري او ټولنيزو
خپرونو پروډېسر
له ۱۳۹۳
څخه تر ۱۳۹۵
پورې د رسنيزو فعاليتونو ترڅنګ د هلمند مدني ټولنې مطبوعاتي مسؤل.
له ۱۳۹۵
څخه تر ۱۳۹۹
تر وروستيو پورې هلمند کې د اراکوزيا د لوړو زدهکړو مؤسسه کې د تدريسي مدير، د ښوونې
او روزنې پوهنځي د رئيس او دغه راز د علمي مرستيال په صفت کار کول.
له ۱۴۰۰
څخه تر ۱۴۰۳
پورې کابل کې د هېواد د لوړو زدهکړو مؤسسه کې د کمېټو د همغږۍ مدير، د کيفيت د لوړاوي
امر او د علمي مرستيال په صفت کار کول.
له ۱۴۰۴
کال د ثور له مياشت تر اوسه کابل کې د ملي د لوړو زدهکړو مؤسسه کې د کيفيت د لوړاوي
د امر په توګه کار کوي.
ښاغلي عادل د اکاډميکو
دندو پر مهال په رسنيزه برخه کې هم له ملي او نړيوالو رسنيو سره د نيوز ايډيټر، وېب
ايډيټر او متن ايډيټر په توګه شاوخوا اته کاله کاري تجربه لري.
دغهراز نوموړي د
درملو په ځينو شخصي شرکتونو او درملتونونو کې هم کار کړی دی.
ښاغلي عادل د نويو ځوانانو
د وړتياو لوړولو او مهارتونو د ترلاسه کولو په موخه په ۱۳۹۹
کې د عادل د علومو اکاډمۍ په نوم يو انلاين ښوونيز مرکز هم پرانيست چې پهکې د
ليکوالۍ، ژورنالېزم او ويناوالۍ فن په اړه افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې
ځوانانو ته تدريس کوي، چې تر دې دمه يې يادو برخو کې سلګونه ځوانان روزلي دي.
علمي او څېړنیز آثار
ښاغلی عادل په علمي ډګر
کې ګڼ شمېر لیکنې او څېړنیزې مقالې لري. د هغه له لیکل شويو او چاپ شويو کتابونو څخه
يې ځینې دا دي:
چاپ شوي اثار
مونوګراف ليکنه او
ليکوالي
دا خاوره انقلاب غواړي
ناچاپ اثار
1.
د ليکوالۍ کورس
2.
د خبرو کولو هنر
3.
ژوندی ژورنالېزم
4.
په کيسه کې کرکټر کښنه (د لېسانس دورې څېړنه)
5.
ولسي ويښتيا کې د پښتو ادبياتو ونډه (د ماسټرۍ دورې څېړنه)
6.
فکرونه څراغونه (د مقالو ټولګه)
7.
د خوشالۍ لارليکه (ارواپوهنيزې ژباړې)
8.
مخکې خبر وئ؟ (بېلابېلې مالوماتي ژباړې)
9.
مه ځه په لاره کې خطرې دي (د يونليکونو ټولګه)
10.
د لنډو کيسو ټولګه (نوم ورته لا نهدی ټاکل شوی)
11.
درې شعري ټولګې (نومونه ورته لا نهدي ټاکل شوي)
12.
د کيفيت لوړاوي د يوولسګونو معيارونو تشريح له مستنداتو سره (د
خپلو تجربو پر اساس)
13.
مورې مورې مورې (د مور په اړه بېلابېلې ليکنې او لنډکۍ ژباړې)
14.
د لوړو زدهکړو مؤسسو پاليسۍ او طرزالعملونه (ترتيب، ژباړه او اوډنه)
دا چې په پوهنتونو کې
د خپلې کاري دورې پر مهال ښاغلی بصيرالحق عادل د استاد په توګه هم پاتې شوی، د پښتو
ادبياتو په څانګه کې يې تر اته پورې درسي چېپټرونه هم چمتو کړي دي چې پر خپل وخت د
محصلانو په واک کې ورکول شوي دي.
د پښتو په مطرحو وېبپاڼو
کې د ښاغلي عادل مقالې او ليکنې له ۱۳۹۰
څخه تر اوسه خپريږي، چې تر ډېره
يې پر ادب، فرهنګ او ټولنيزو مسايلو ليکنې کړي دي.