ژوند لیک
الحاج عیارالحق شمس د شمس الحق اخوندزاده زوی او د عبدالحق اخوندزاده لمسی. د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د ورنټا کلی اصلي استوګن دی. نوموړی لا پيدا نه و، چې کور او کلی يې بمبار شو او کورنۍ يې له خپل کلي څخه بېځايه کېدو ته اړ شوه. د غويي تر کودتا څو مياشتې وروسته، د تلې په ۲۵مه (۱۳۵۷ ل) د اخونزادهګانو په مذهبي کورنۍ کې وزېږېد. پلار او نيکه يې د خپلې سيمې ملايان او مرزايان وو او کورنۍ يې د شاوخوا محلو په کچه لوستې او زدهکړې کورنۍ وه. د شمس الحق اخونزاده زامنو چې ښي او چپ لاسونه وپېژندل، د خدای لارې ته يې سيخ کړل او ښوونځي او مدرسه يې پرې ولوسته. د ديني زدهکړو لپاره يې د خپل کور په مدرسه کې د علم کمی نه و، خو د عصري علومو د حصول لپاره د فرسنګونو واټن طی کولو ته اړ ول. د دوی په کلي کې نږدې ښوونځی نه و او همدې لپاره به يې هر سهار تر لرې لرې کليو، ښوونځي پسې ستړيا ګالله. د خپلې کورنۍ د راسخې ارادې له برکته يې ټول ورونه او خويندې د علم او کمال معراج ته ورسېدل خو د چا په دوران کې چې په وطن اور بل شو، هيلې يې ور نيمګړې کړې. ښاغلی عيارالحق شمس د کورنۍ تر ټولو کشر و. ده چې پر هېواد ناسم شرايط حاکم وليدل، پاکستان ته په مساپرۍ روان شو او هلته يې په يوه ديني مدرسه کې زدهکړې پيل کړې. د خپلې دورې تر ټولو ذهين او خواريکښ طالب العلم و خو ناځوانې ناروغۍ پرې د مساپرۍ شپې ور ترخې کړې. ډاکترانو ورته د آب و هوا د بدلون او کور کلي ته د ور ستنېدو سپارښتنه وکړه، هماغه و چې د زدهکړې دا مرحله هم پرې وغمېده او د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال بېرته يې د وطن لاره ونيوله. همدلته يې زدهکړو ته دوام ورکړ او اسلامي تعليماتو په برخه کې يې خپلې زدهکړې بشپړې کړې. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، د کابل ولايت په پل چرخي سيمه کې د ښاروالۍ په تشکيل کې د ختيځ زون د محصولاتو د راټولولو آمر وټاکل شو. څه موده يې دلته دنده ترسره کړه او بيا يې ورسره خدای پاماني وکړه. تر دې وروسته يې خصوصي سوداګرۍ ته پام واړاوه، چې په ۱۳۸۴ لمريز کال يې په کونړ، کندهار او خوست کې خلق الله ته د خدمت په پار، د کلينکونو د جوړولو قراردادونه وکړل. له سوداګرۍ سره د ذاتي رغبت او علاقې له مخې يې دا پېشه مخ ته يوړه او کابو په ټول افغانستان کې يې د عمران او رغونې خښتې کېښودې. په همدې موده کې، په ځلونو ورته بهر ته د تلو او هلته د مېشتېدو فرصتونه برابر شول، خو ده ورته شا کړه. د ده په خبره، پيدا دلته دی او مري به هم دلته. که تر مرګه هم خاورې او ولس ته خدمت وکړي، د وطن د مور حق به ادا نه شي کړی، څه لا پاتې چې دا نامردي وکړي. د خپلې هېوادۍ مينې مجبوريت، ځوان کهول ته د خدمت روحيې او په افغان مېنه کې د علم د مشالونو د بلولو په پار، په ۱۳۹۸ لمريز کال د ملي د لوړو زدهکړو موسسې بنسټګر شو او لا هم د جاريه صدقې په دې شيرينه مېوه يې حلق خوږ دی.
پېغام
د ۲۱مې پېړۍ مزل خورا سخت دی خو هغه څوک د دې کړکېچنې لارې بريالی ګامزن کېدی شي، چې مخه يې د خپلې پوهې په رڼا منوره وي. د ډېرې نېکمرغۍ ځای دی چې افغان ملت ورځ تر بلې د تحصيل او زدهکړو له رڼايۍ برخمن کيږي او زړې، سوليدلې او د عصر له تاريخه پاتې شوې فورمولې شا ته پرېږدي. د هرې ورځې په تېرېدو تحصيلاتي چانسونه ډېرېږي او کيفيت ته پاملرنه سېوا کيږي. د جګړو په اورونو کې د يوه رالوی شوي نسل په توګه، له بده بخته زمانې له ما څخه د ډېرو زدهکړو موقع وتروړله. را تپل شوو او له خپلې لمنې راټوکېدو ناخوالو زه د خپلې زندهګۍ له سپېڅلو اهدافو ډېر شا ته پرېښودم، خو دا به خپله يوه لويه خوشبختي وګڼم چې زه يې، زما په مخ کې د را لوی شوي نسل د روزلو جوګه کړم. که زما ارمانونو ډېر ګلان ونه سپړل، اما د تنکي افغان نسل د هيلو د زرغونېدو يوه وسيله وګرځېدم! د ستر ذات شکر ادا کوم چې په فقير او زهير ولس کې يې د خدمت يو داس چانس راکړ چې هم خدای خوشاله او هم يې بنده! ما په يوه داسې برخه کې پانګونه وکړه چې د ټولنې پر تنوير سربېره، زما لپاره هم جاري صدقه ده. له هېوادوالو سره ژمنه کوم چې د مؤسسې د رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو په مرسته به د لوړو زدهکړو د کيفيت لپاره په ګډه کار کوو. خپلې خاورې لپاره به د سبا خادمان او رهبران روزو او هغو هيلو او ارمانونو لپاره به کار کوو چې په سينو کې زرغون دي خو طمعې ورته نه لري!