shape
shape

د څېړنو مرکز

Image

د څېړنو مرکز

څېړنه د هرې ادارې او ټولنې ملا تیر بلل کېږي، ځکه څېړنه نه یوازې مسايل رابرسېره کوي، بلکې پوهه توليدوي، دروغ افشا کوي او حقایق رامخې ته کوي.

ملي د لوړو زد‌ه‌کړو موسسه د نورو ملي او نړۍوالو سازمانونو په څېر څېړنې ته ارزښت ورکوي، ملي په ټول توان پراخې سروېګانې، څېړنیزې ارزونې او نور علمي او ټولنیز تحقیقات لومړيتوب ګرځوي، د روغتيايي څېړنو ارزښت ته په کتو، ملي د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي داسې دقيقې او او د ابهاماتو پر محور څېړنې ترسره کړي، چې په‌ کې سروې ګانې او پېچلي تحلیلونه شامل وي، تر څو د واقعي نړۍ فيډبکونه راټول او له علمي نظرونو، درملو، واکسینونو او لسګونه نورو کلینیکي تجربو سره پرتله شي.

د ملي لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنې ریاست دا مهال دوه اساسي او منظمې خپرونې لري، ترڅنګ د نورو څېړنیزو پروژو؛ (۱) علمي او څېړنیز ژورنال، او (۲) فرهنګي او ټولنیزه مجله. تر دې سربېره، د څېړنې ریاست له ګڼو ملي او نړۍوالو شریکو بنسټونو سره د بېلابېلو څېړنیزو پروژو پرمخ وړلو لپاره ګډ کار کوي.

 

د څېړنو پراختیا

د پروګرام پراختیا د ملي لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنو او خپرونو ریاست یوه بله مهمه څانګه ده، چې د همدې ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د پروګرام پراختیا د همکار اساسي مسؤلیت دا دی چې د مؤسسې د راتلونکي پرمختګ لپاره څېړنیز وړاندیزونه او کاري پلانونه طرح او تنظیم کړي.

 

وروستۍ ترسره شوې څېړنې

د څېړنې او خپرونو ریاست شاوخوا ۲۰ تنه د دوکتورا او ماسټري لرونکي دایمي او قراردادي څېړونکي لري، چې دا مهال په بېلابېلو پروژو کې بوخت دي.

د ریاست له وروستیو څېړنو څخه دوه دا دي:
"د MIoHE محصلینو ترمنځ د COVID-19 په اړه د پوهې، چلند او عملي کړنو سروې"،
او
"د افغانستان د مدني قانون او د شریعت د اصولو ترمنځ د کارګر حقونه"؛ چې یوه پرتليزه او تحلیلي څېړنه ده.