slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape
Image

د علمي شورا په اړه

د ملي پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون تر ټولو لوړه اکاډمیکه مرجع ده، چې په کې د ډیپارتمنتونو، د پوهنځیو شوراګانو، د تقرر او انفکاک کمېټو، علمي ترفیعاتو او همدارنګه د علمي پالیسيو، پلانونو او څېړنیزو لارښوونو اړوند ټول علمي او تخصصي موضوعات تر بحث، ارزونې او پرېکړې لاندې نیول کېږي، دغه شورا د پوهنتون د علمي فعالیتونو په لوري ورکولو او د اکاډمیک کیفیت په تضمین کې اساسي رول لري.

د ملي پوهنتون علمي شورا د پوهنتون د رئیس په مشري جوړېږي، چې په کې علمي مرستیال د شورا د مرستیال په توګه، د استادانو آمر د منشي په توګه، د مالي او اداري چارو مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د تحقیق او علمي مجلې رئیس، د پوهنځیو رئیسان او له هر پوهنځي څخه دوه تنه د علمي صلاحیت لرونکي استادان د دې شورا غړي دي.

د دې شورا له اساسي دندو څخه: د تحصیلي او څېړنیزو پالیسيو طرح او ترتیب او اړوندو مراجعو (د لوړو زده‌کړو وزارت/ د امنا هیئت) ته د هغو وړاندې کول، د علمي پروګرامونو د دوراني بیاکتنې اړوند وړاندیزونو ارزونه او تصویب، د څېړنیزو پلانونو ارزونه او د هغوی د اغېزمن تطبیق لپاره لازمې لارښوونې وړاندې کول او همدارنګه د علمي بدلونونو او نویو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د تقنیني اسنادو د طرح یا تعدیل وړاندیز شامل دي.

همدارنګه، دا شورا صلاحیت لري چې د پوهنځیو، ډیپارتمنتونو او علمي پروګرامونو د تأسیس، پراختیا، ادغام یا انحلال په اړه پرېکړې وکړي او اړوند وړاندیزونه وړاندې کړي، له لیسانس څخه پورته تحصیلي پروګرامونو او تخصصي کورسونو طرح او وړاندیز، علمي ظرفیتلوړونه، د علمي کادر د غړو د تقرر، انفکاک او تقاعد ارزونه او تصویب، د لوړو زده‌کړو وزارت د معیارونو پر بنسټ د علمي رتبو تثبیت او د علمي ترفیعاتو ارزونه د دې شورا له مهمو مسؤلیتونو څخه دي.

د ملي پوهنتون د علمي شورا پرېکړې په رسمي ډول د غونډو په کتاب کې د پروتوکول شمېرې او نېټې په ذکر سره ثبت او په لنډ وخت کې اړوندو مراجعو ته ابلاغ کېږي، تر څو د هغو د اغېزناک تطبیق زمینه برابره شي.