slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape

د مالي او اداري معاونيت په اړه

  • کورپاڼه
  • د مالي او اداري معاونيت په اړه
Image

د اداري او مالي معاونيت په اړه

د لوړو زده‌کړو وزارت د مقرراتو او اداري معيارونو له مخې، په هر پوهنتون کې اداري او مالي چارې د يو منظم جوړښت له لارې تنظيمېږي، څو د علمي بهير ملاتړ، مالي شفافيت او د خدمتونو موثريت تضمين شي، په همدې چوکاټ کې، اداري او مالي معاونيت د پوهنتون له اساسي اداري واحدونو څخه دی چې د مالي، اداري او خدماتي چارو رهبري او نظارت پر غاړه لري.

اداري او مالي مرستيال د پوهنتون د رهبرۍ د ټيم مهم غړی دی او د بوديجې د طرح او تطبيق، مالي مديريت، تدارکاتو، بشري سرچينو، معلوماتي ټکنالوژۍ، ډیټابېس، عوايدو او نورو اړوندو څانګو د انسجام مسووليت لري، د شته مالي ظرفيتونو پر بنسټ د کلنۍ بوديجې د ترتيب او مديريت چارې تنظيموي او له منظورۍ وروسته يې د ټاکلي پلان مطابق پلي کوي.

دغه معاونيت د حوالو، معاشاتو، پېر او پلور، لګښتي فورمونو، قراردادونو او حسابي چارو پر بهير مستقيم نظارت کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې ټول مالي اجراات د قوانينو او اصولو سره سم ترسره شي، همدارنګه، د مالياتي اظهارنامو د ترتيب او د مالياتو د انتقال بهير ارزوي.

اداري او مالي معاونيت د پوهنتون دننه او له بهرنیو مراجعو سره د بوديجوي او حسابي موضوعاتو په اړه همغږي رامنځته کوي، د اداري کارکوونکو د تقرر، ترفيع او انفکاک په اړه وړانديزونه چمتو کوي او د اړوندو قانوني پروسو تطبيق تنظيموي، دغه راز، د ودانيو، شتمنيو او عامه ملکيتونو ساتنه، د شنو ساحو مراقبت او د دارايۍ قانوني خوندیتوب هم د همدې دفتر له اساسي مسووليتونو څخه دي.

دا معاونيت کلنی کاري راپور برابروي، د لنډمهالو او پنځه کلنو بودجوي او بشري اړتياوو ارزونه ترسره کوي او د اداري شورا د پرېکړو د تطبيق څارنه کوي، څو د پوهنتون اداري بهير په منظم، شفاف او اغېزناک ډول پر مخ ولاړ شي.

په ټوله کې، اداري او مالي معاونيت د پوهنتون د ثبات، شفافيت او مؤثر مديريت تضمينوونکی بنسټ دی چې د منظم پلان، حساب ورکولو او مسوولانه رهبرۍ له لارې د علمي بهير لپاره مناسب اداري او مالي چاپېريال برابروي.