slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1uji klaim game mahjong ways dapat saldo dana aman 1cek dulu sebelum coba game mahjong ways dapat saldo dana 2lagi tren main game gates of olympus hadiah point gopay cek 1permainan sweet bonanza dapat ovo cash atau jebakan 1promo resmi atau saldo gratis mahjong ways beri saldo dana 1mahjong ways beri saldo dana cek fakta dan risiko 2026 2game gates of olympus kejutan point ovo aman dicoba 1cek aturan promo saat main sweet bonanza kejutan ovo point 1
shape
shape

حقوق

Image

د حقوقو ډيپارټمنټ

د ملي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو ډيپارټمنټ د دې علمي بنسټ له جوړېدو راهیسې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت له معیارونو سره سم، د حقوقو او سیاسي علومو په برخو کې د نوښتګر او ژمن تدریسي بهیر له لارې فعالیت کوي. دغه ډيپارټمنټ په ۱۳۹۱ هـ.ش کال کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې د قضا او څارنوالۍ په نوم خپل فعالیت پیل کړ. په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د پخواني او نوي نصاب تر ارزونې او پرتله کولو وروسته، د حقوقو ډيپارټمنټ په نوم ونومول شو.

ياد ډيپارټمنټ تر اوسه ګڼ شمېر محصلان فارغ کړي، چې ډېری یې په دولتي او نادولتي ادارو کې په دندو بوخت دي. دا څانګه د محصلانو د ظرفیت لوړونې په موخه په هر سمستر کې علمي سیمینارونه او تخصصي پروګرامونه جوړوي چې د هېواد مخکښ استادان او متخصصین په‌کې ګډون کوي.

ډيپارټمنټ ژمن دی چې د درسي سرچینو او کتابونو د برابرولو، د علمي آثارو د تألیف او ژباړې له لارې د محصلانو علمي اړتیاوې پوره کړي. تر اوسه یې لسګونه محصلان د افغانستان علمي او فرهنګي ټولنې ته وړاندې کړي دي. دغه ډيپارټمنټ د دوکتورا او ماسټرۍ لرونکو استادانو په مټ د محصلانو نظري او عملي روزنه ترسره کوي او د محصل‌محوره تګلارې له مخې هڅه کوي چې محصلان په علمي او اکاډمیکو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي او د مسلکي ژوند لپاره چمتو شي.

لنډه مخینه

ملي پوهنتون د ۱۳۹۱ هـ.ش کال د وږي میاشتې په ۲۱مه نېټه د (۳۸۷) شمېرې رسمي جواز پر بنسټ تأسیس شو او د یوه خصوصي تحصیلي بنسټ په توګه یې په درېیو څانګو کې خپل فعالیت پیل کړ.

د حقوقو ډيپارټمنټ د پوهنتون له لومړیو ورځو راهیسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې علمي خدمتونه وړاندې کوي. دغه ډيپارټمنټ د هېواد او خلکو د خدمت لپاره د متخصصو کدرونو د روزنې تر څنګ، د محصلانو د استعدادونو د ودې او غوړېدو لپاره مناسب علمي چاپېریال هم برابر کړی دی. د هوښیارو، وړ، ژمنو او متخصصو محصلانو روزنه د دې ډيپارټمنټ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د قضا او څارنوالۍ ډيپارټمنټ نوم د حقوقو ډيپارټمنټ ته بدل شو. دغه بدلون د علمي جوړښت د پیاوړتیا او د عصري اړتیاوو سره د نصاب د همغږۍ په موخه ترسره شو.

اوسنی وضعیت، فعالیتونه او اسانتیاوې

هره تعلیمي اداره چې د پراختیايي پروګرامونو د طرحې او پلي کولو هوډ لري، باید لومړی خپل اوسنی وضعیت او جوړښت په دقیقه توګه وارزوي. دا ارزونه د راتلونکو موخو د ټاکلو او د اغېزمنې لارې نقشې د جوړولو بنسټ برابروي.

له همدې امله، د حقوقو ډيپارټمنټ د اوسني وضعیت لنډه ارزونه وړاندې کېږي. دغه ډيپارټمنټ د یوه آمر تر مدیریت لاندې، د لوړو زده‌کړو قانون او د لوړو زده‌کړو وزارت د نافذو لوایحو، مقرراتو او طرزالعملونو له مخې فعالیت کوي او دا مهال د خپلو علمي او تعلیمي موخو د تحقق لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې ترسره کوي.

ليدلوری

د حقوقو ډیپارټمنټ د لوړو زده‌کړو او د حقوقي علومو د تخصصي کولو په برخه کې د علمي لوړ مقام د ترلاسه کولو له لارې غواړي په ملي کچه د حقوقي علومو د یوه  معتبر ډیپارټمنټ په توګه وپېژندل شي.

ماموريت

د حقوقو ډیپارټمنټ د پوهې په تولید او پراختیا کې د ونډې اخیستلو، د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره د علمي او څېړنیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د ټولنې د حقوقي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د متخصصو او ژمنو کادرونو د روزنې له لارې مهم رول ترسره کوي.