اصطلاحات
تحصيلي مزد: هغه اندازه ټاکلې پيسې دي
چې د تحصيلي خدماتو يا د هغه اړوند کارونو په مقابل کې، د محصلانو له لوري تاديه
کيږي.
د نومليکنې
مزد: هغه اندازه ټاکلې پیسې دي،
چې د هر کانديد له لوري د نومليکنې پر مهال په آزموينه کې د ګډون په پار (يو ځل)
ورکول کيږي او مقدار يې (۵۰۰ افغانۍ) دی.
د حقالشموليت
مزد: هغه اندازه ټاکلې پيسې دي
چې د هر نوي جذب شوي محصل له لوري، په اړوند پوهنځي يا نورو ښوونيزو پروګرامونو کې
د داخلې او له کتابتون څخه د استفادې په پار ورکول کيږي (د کانکور د نمرو پر اساس
د شموليت په پيل کې يوازې يو ځل). د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ طب د هر يو داخله ۵۰۰۰ افغانۍ او د حقوقو او سياسي علومو داخله ۳۰۰۰ افغانۍ ده.
د سمستر تحصيلي
مزد: هغه اندازه ټاکلې پيسې دي
چې د هر محصل له لوري په سمستروار ډول، د عملي او نظري درسونو په بدل کې ورکول
کيږي.
د هويت کارت: د محصل د پېژندنې کارت، چې
يوې تحصيلي دورې لپاره ورکول کيږي، قيمت يې ۳۰۰ افغانۍ دی. تر ورکېدو وروسته يې د مثنی قيمت ۶۰۰ او درېيم ځل لپاره د رياست مقام د عريضې او حکم تر بشپړولو وروسته
د ۱۰۰۰ افغانيو په بدل کې ورکول کيږي.
د تحصيلي مزد د
اندازې د ټاکلو څرنګوالی:
1. د مزد کچه، تحصيلي څانګې او د
هېواد د منځنۍ کچې د کورنيو اقتصادي وضعيت ته په پام، د ملي د لوړو زدهکړو موسسې
د اُمنا شورا له لوري ټاکل شوی.
2. ملي د لوړو زدهکړو موسسه کولای
شي، د هېواد اقتصادي شرايطو او د مؤسسې مالي وضعيت په بدلېدو، دا مزد کم يا ډېر
کړي.
له تحصيلي مزد
څخه راغلي عوايد، د ملي د لوړو زدهکړو موسسې د مالي مديريت په حساب کې جمع کېږي.
د امکان په صورت کې، محصل کولای شي د ملي د لوړو زدهکړو موسسې په بانکي حساب ()
کې يې هم تحويل کړي او د بانکي رسيد کاپي يې، مالي مديريت ته د وروستيو اجرااتو
لپاره وسپاري.
د تحصيلي مزد د
ورکولو څرنګوالی:
1. هر ډول مزد لپاره، د ملي د لوړو
زدهکړو موسسې د مالي دفتر له لوري يوه ځانګړې فورمه برابره شوې ده.
2. د داخلې (حقالشمول) فيس بايد د
درسونو تر پيل يوه اوونۍ وړاندې د موسسې په حساب کې جمع شي، د تحويلۍ د سند کاپي
له مالي دفتر څخه ترلاسه او د محصلانو چارو معاونيت ته سپارل کيږي؛ چې يوه کاپي يې
په خپله محصل هم له ځان سره ساتي.
3. د محصل او د محصل کورنۍ سره د
آسانۍ په موخه، ملي د لوړو زدهکړو موسسه د سمستر د فيس په برخه کې انعطافمنونکې
ده. محصل کولای شي، د سمستر فيس په پنځو قسطونو کې په مياشتني ډول، د هرې مياشتې
تر لومړيو لسو ورځو پورې مالي مديريت ته تحويل کړي او د په خپله محصل هم د تحويلۍ
د سند کاپي له ځان سره خوندي وساتي.
4. که محصل اړوند تحصيلي مزد (د همدې
بند د درېيمې مادې له مخې) په ټاکلې موده کې تصفيه نه کړ، لاندې دسپليني پرېکړه
نيول کيږي:
|
د
جريمې کچه |
د
تحويلولو موده |
|
د روانې مياشتې تر لومړيو لسو ورځو وروسته: ۵ سلنه ورکړل شوی تخفیف پرېک کېږي. د
روانې مياشتې تر پايه: ۱۰
سلنه ورکړل شوی فيس قطع کيږي. د بلې مياشتې تر پايه: ۱۵ سلنه ورکړل شوی تخفيف پرېک کېږي. |
هغه محصل چې د يو سند له مخې له سکالرشېپ/ تخفيف څخه برخمن
شوی. |
|
په تحويلۍ کې يو مياشتنی ځنډ: د هماغې مياشتنې د فيس له
مخې، ۵ سلنه جرمانه. په
تحويلۍ کې ۲ مياشتنی ځنډ: د هماغې مياشتې د فيس
له مخې، ۱۰ سلنه جرمانه. درې يا تر دې ډېرې مياشتې ځنډ: ټولګي ته له ننوتو او صنفي او
نهايي آزموينو کې له ګډون څخه مخنيوی |
هغه محصل چې سکالرشپ/ تخفيف نه لري. |
د فيس بيرته
ستنول:
۱. د نومليکنې او داخلې
فيسونه په هېڅ شرط بېرته نه ګرځي.
۲. تحصيلي فيس د روانې مياشتې د
درېيمې اوونۍ له ختمېدو وروسته بېرته نه ګرځي.
۳. که محصل په خپله خوښه ځان منفک او
خپل تحصيلي فيس يې وړاندې تر وړاندې تحويل کړی و، په دې صورت کې تحصيلي فيس د
انفکاک له مودې سره په تناسب، د لاندې جدول له مخې بېرته ور ګرځي:
|
د
انفکاک وخت |
د
بېرته ستنيدو وړ فيصدي |
|
د
سمستر پيل |
100% |
|
د
سسمستر د لومړۍ اوونۍ په پای کې |
75% |
|
د
سمستر د ددويمې اوونۍ په يای کې |
50% |
|
د
سمستر د درېيمې اوونۍ په پای کې |
25% |
|
تر
هغه وروسته |
0% |
د جريمې
د تحويلۍ پيسې او د بېرته ستنېدو وړ پيسې، د مالي دفتر د فورمو له مخې ترسره
کيږي.
د پوهنځيو د فيس او تخفيف جدول
|
پوهنځی |
اصلي
فيس |
د
مالي مرستې فيصدي |
د
يوه سمستر نهايي فيس |
|
معالجوي
طب |
80000
افغانۍ |
43٪ |
45000
افغانۍ |
|
ستوماتولوژي |
60000
افغانۍ |
60٪ |
20000
افغانۍ |
|
حقوق
او سياسي علوم |
20000
افغانۍ |
75٪ |
5000
افغانۍ |