د ملي پوهنتون د تضمین کیفیت مرکز په اړه
د ملي پوهنتون د تضمین کیفیت مرکز یو بنسټیز او مسلکي اکاډمیک
واحد دی، چې د پوهنتون د علمي، تدریسي، اداري او څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت د لوړولو،
ساتنې او پراختیا لپاره کار کوي. دغه مرکز د یو منظم، دوامدار او پلانمحوره سیستم
له لارې د پوهنتون د بېلابېلو برخو کتنه او ارزونه ترسره کوي، تر څو ټاکل شوي ملي
او نړیوال معیارونه پوره او د لوړو زده کړو کیفیت په دوامداره توګه تضمین او ښه
شي. د تضمین کیفیت پروسه په اصل کې د یوې برنامې یا سیستم د مختلفو اړخونو
دوامداره ارزونه ده، چې د کیفیت د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو معیارونو ته د رسېدو
زمینه برابروي او بنسټ ته دا توان ورکوي، چې د معیاري لوړو زده کړو په وړاندې کولو
کې مخکښ پاتې شي. د تضمین کیفیت مفهوم په لومړیو کې په اقتصادي او سوداګریزو
سکتورونو کې رامنځته شو، خو وروسته اکاډمیکو او زدهکړیزو بنسټونو ته هم انتقال شو
او د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو لپاره ځانګړي معیارونه تعریف او عملي شول. دا
پروسه د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۷م
کال کې په یو امریکایي پوهنتون کې رامنځته شوه او وروسته په ۱۹۴۸م کال کې په جاپان کې پیاوړې شوه. په
افغانستان کې د تضمین کیفیت پروسه نسبتاً نوې ده، چې په ۱۳۹۱هـ ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت
تضمین او اعتبار ورکولو ریاست په رامنځته کولو سره پیل شوه او له هغه راهیسې د
پوهنتونونو د کیفیت لوړولو، اعتبار ترلاسه کولو او د نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ
لپاره هڅې روانې دي.
د تضمین کیفیت مرکز د پوهنتون لپاره ګڼې مهمې ګټې لري، چې له
هغې جملې د تدریس او زده کړې د کیفیت ښه والی، د استادانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړوالی،
د محصلانو لپاره د معیاري زده کړو برابرول، د پوهنتون د اعتبار او شهرت زیاتوالی،
د علمي رقابت پیاوړتیا او د اداري چارو روڼتیا یادولی شو. دغه مرکز د دوامداره
پرمختګ فرهنګ ته وده ورکوي او هڅه کوي، چې د پوهنتون ټول فعالیتونه د ټاکل شویو معیارونو
پر بنسټ پرمخ ولاړ شي. د نن عصر غوښتنې دا ایجابوي، چې علمي بنسټونه د باکیفیته او
معیاري زده کړو له لارې پرمختګ وکړي او د نړیوالو سیالیو سره ځان برابر کړي. د کیفیت
تضمین د اکاډمیک باور د رامنځته کولو سبب ګرځي، چې دا باور د محصلانو، استادانو او
ټولنې لپاره ډېر ارزښت لري. همدارنګه، دا پروسه د پوهنتونونو ترمنځ سالم رقابت
رامنځته کوي، چې د علمي چاپېریال د ودې او پرمختګ لامل ګرځي. کیفیت د هرې ادارې د
پایښت او دوام بنسټ دی، ځکه چې پرته له کیفیت څخه هیڅ اداره نشي کولی اوږدمهاله بریا
او اعتبار ترلاسه کړي. سربېره پر دې، د تضمین کیفیت سیستم د پوهنتون فعالیتونو ته
واضح لیدلوری او منظم مسیر ورکوي او اداره له ناسم پلان جوړونې څخه ژغوري. په
معاصره نړۍ کې علمي او اکاډمیک بنسټونه د پوهې د تولید، انتقال او پراختیا اساسي
مرکزونه دي، نو له همدې امله د کیفیت تضمین یوه حیاتي اړتیا ده. پرته له دې پروسې،
بنسټونه نشي کولی د وخت له غوښتنو سره سم معیاري علمي او څېړنیز خدمات وړاندې کړي.
د کیفیت تضمین چوکاټ دا زمینه برابروي، چې پوهنتونونه خپل فعالیتونه د مشخصو معیارونو
پر بنسټ تنظیم کړي او د نړیوالو معیارونو سره ځان همغږی کړي.
په افغانستان کې د کیفیت تضمین پروسه د لوړو زده کړو بنسټونو لپاره په درې اساسي کټګوریو وېشل شوې ده، چې عبارت دي له لومړۍ، دوهمې او درېیمې مرحلې (بشپړ ملي اکاډمیک اعتبار). پوهنتونونه مکلف دي، چې په منظم ډول هر پنځه کاله وروسته، دغه مرحلې په ترتیب د اړوندو معیارونو په پوره کولو سره ترلاسه کړي، تر څو خپل اکاډمیک اعتبار حفظ او لا لوړ کړي. دا بهیر د پوهنتونونو د دوامداره پرمختګ، کیفیت لوړونې او د نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ لپاره یو مهم میکانیزم ګڼل کېږي. په دې لړ کې، ملي پوهنتون د پام وړ پرمختګ کړی او په بریالیتوب سره یې د کیفیت تضمین لومړۍ او دوهمه مرحله ترلاسه کړې ده او دا مهال د درېیمې مرحلې، یعنې بشپړ ملي اکاډمیک اعتبار د ترلاسه کولو لپاره جدي او هدفمند ګامونه پورته کوي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین د بېلابېلو مرحلو لپاره ۱۱ اساسي معیارونه ټاکلي دي، چې د پوهنتونونو ټول اکاډمیک، اداري، څېړنیز او خدماتي اړخونه تر پوښښ لاندې راولي او د اعتبار ورکولو بهیر بنسټ جوړوي.
