slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape
Image

اداري شورا

د ملي پوهنتون اداري شورا د دې پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال تر ریاست لاندې رامنځته شوې ده او د اجرایي چارو د اغېزمن تنظیم، د سرچینو د سم مدیریت، د علمي فعالیتونو د پرمخ بېولو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د پوهنتون د شتمنیو د ساتنې او مراقبت په موخه فعالیت کوي. د دې شورا پرېکړې د پوهنتون د رئیس له تأیید وروسته اجرایي بڼه خپلوي او د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته ابلاغ کېږي.

د ملي پوهنتون د اداري شورا په ترکیب کې د مالي او اداري چارو مرستیال د رئیس په توګه، د مالي چارو آمر، د خدماتو مدیر، د نشراتو آمر، د کتابتون مدیر، د حفظ او مراقبت مدیر، د ډیپو مدیر او همدارنګه د هغو اداري واحدونو عمومي مدیران شامل دي چې د پوهنتون د مرستیالانو تر نظر لاندې فعالیت کوي. دا جوړښت د بېلابېلو اداري برخو ترمنځ همغږي پیاوړې کوي او د داخلي چارو د اغېزناک مدیریت زمینه برابروي.

د اداري شورا له اساسي مسؤلیتونو څخه: د مالي او حسابي چارو اړوند ستونزو ارزونه او حل، د خدماتي او اداري وضعیت د ښه‌والي لپاره لازم تدابیر نیول، او د علمي فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال برابرول دي. همدارنګه، دا شورا د نظم، پاکۍ، سمسورتيا او د پوهنتون په چاپېریال کې د خوندي او ارام فضا په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

سربېره پر دې، اداري شورا د لګښتي بوديجې د ارزونې او تنظیم، د فزیکي امنیت د تأمین په اړه د لازم تصمیم نیولو، او د اداري پروګرامونو د طرح او تطبیق له لارې د اداري سیستم د موثريت د لوړولو صلاحیت هم لري. همدارنګه، هغه نور موضوعات چې د شرایطو له مخې عاجلو او اغېزمنو پرېکړو ته اړتیا ولري، په دې شورا کې مطرح کېږي او په اړه یې لازم تصمیم نیول کېږي.