slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape
Image

اُمنا هیئت

اُمنا هیئت د پوهنتون له تر ټولو لوړو رهبري ارکانو څخه ګڼل کېږي، چې د عمومي ستراتیژیک لوري ټاکلو، اغېزمنې څارنې او د شفافیت او حساب‌ورکونې د تضمین په برخه کې بنسټیز رول لري، دا هیئت د یو نظارتي او تأییدي مرجع په توګه مسؤلیت لري، څو د ستراتیژیکو پرېکړو په کولو او د چارو له هر اړخیزې ارزونې سره، د تحصیلي بنسټ د ودې، پراختیا او پایښت زمینه برابره کړي.

اُمنا هیئت د لويو ستراتیژیو پر ټاکلو تمرکز لري او د پوهنتون ستراتیژیک، مالي، کاري او عملیاتي پلانونه ارزوي او تصویبوي، پر دې سربېره، د هغوی پر اغېزناک تطبیق څارنه هم کوي، دارنګه دا هیئت د اداري نظم د تأمین په موخه، داخلي ګومارنې، اداري اسناد، تشکیلات او جوړښت ارزوي او له دقیقې کتنې وروسته یې تأییدوي.

په مالي برخه کې، اُمنا هیئت د کلنۍ بودجې د ارزونې، تصویب او څارنې مهم رول لري او د عوایدو د راټولولو او مصرف څرنګوالی ټاکي، د مالي او معاملاتي اسنادو تصویب، د حق‌التدریس، حق‌التحقیق او حق‌التألیف ټاکل او د علمي او اداري کارکوونکو لپاره د امتیازاتو وړاندیز او تصویب د دې هیئت له مهمو صلاحیتونو څخه دي.

د بشري سرچینو په برخه کې، هیئت امنا د علمي کادرونو او اداري کارکوونکو د استخدام اړوند مقررات تصویبوي او د پوهنتون د عمومي رئیس او مرستیالانو ټاکنه تأییدوي، سربېره پر دې، دا هیئت د علمي، اداري او ستراتیژیکو څېړنو او ارزونو له لارې، د چارو د کیفیت د ښه والي او مهمو پرېکړو په نیولو کې فعاله ونډه لري.

دا راز، اُمنا هیئت د تصویب شویو ستراتیژیو او پروګرامونو پر تطبیق څارنه کوي او د پوهنتون د بېلابېلو برخو فعالیتونه په منظم ډول ارزوي، له بلې خوا، د پروګرامونو د تطبیق لپاره د مالي سرچینو برابرول او د بهرنیو سرچينو جلبول هم د دې هیئت له دندو څخه دي.

په ټوله کې، اُمنا هیئت د خپلو مسؤلیتونو او قانوني صلاحیتونو په ترسره کولو سره، د کیفیت د تضمین، شفافیت د پیاوړتیا او د پوهنتون د ستراتیژیکو موخو د تحقق په برخه کې یو حیاتي او ټاکونکی رول لري.

د پوهنتون د اُمنا هیئت غونډې په منظم او هدفمند ډول ترسره کېږي. دا هیئت په هر تعلیمي کال کې دوه عادي غونډې، د هر سمستر په پای کې، دایروي چې پکې د پالیسیو، پلانونو، بوديجې، کړنو او نورو مهمو موضوعاتو ارزونه او پرېکړې کېږي، سربېره پر دې، په بیړنیو حالاتو کې فوق‌العاده غونډې هم ترسره کېږي، چې د پوهنتون د رئیس، د هیئت امنا د رئیس یا لږ تر لږه د غړو د یو پر درېیمه برخه په غوښتنه رابلل کېدای شي، دا منظم او انعطاف‌من جوړښت د پر وخت پرېکړو، اغېزناکې څارنې او اغېزناک مدیریت زمینه برابروي.