slot thailandslot thailand gacorKalkulasi Presisi Mahjong Wild Dadu Sicbo Deluxe Strategi Membaca Pola Analisa Taktik Teknik RTP LiveAnalisa Taktik Hibrida PG Soft Strategi Mahjong Ways 2 Starlight Princess Melalui Teknik Pola Blackjack dan Integrasi RTP LiveKonstruksi Taktik Probabilitas Analisa Pola Sweet Bonanza Strategi Mahjong Wins 3 Pragmatic Melalui Teknik Observasi Baccarat Validasi RTP LiveAlgoritma Fluktuasi Kuantitatif Analisa Teknik Pola Mahjong Ways 2 PGSoft Wild West Gold Melalui Taktik Lindung Nilai Roulette Presisi RTP LiveEksekusi Taktis Lintas Disiplin Sinkronisasi Strategi Blackjack Membedah Teknik Analisa Pola Mahjong Wins 3 Taktik Momentum SV388 Data RTP LiveArsitektur Keseruan Mahjong Deluxe Dadu Sicbo Wild Sinkronisasi Strategi Taktik Pola Analisa RTP LiveSinkronisasi Momentum Algoritma Taktik Observasi Blackjack Analisa Strategi Mahjong Ways 2 PG Soft Teknik Pola Starlight Princess Evaluasi RTP LiveMeta Analisa Permainan Cerdas Strategi Taktik Baccarat Membedah Teknik Pola Mahjong Wins 3 Pragmatic Sweet Bonanza Evaluasi RTP LiveTeori Chaos Dinamika Teknik Pola Wild West Gold Strategi Mahjong Ways 2 PGSoft Lewat Analisa Taktik Roulette Indikator RTP LivePemetaan Dinamika Acak Strategi Silang Taktik Blackjack Analisa Teknik Pola SV388 Mahjong Wins 3 Pragmatic Berbasis RTP Liveoptimasi manajemen putaran teknik pola mahjong wild deluxe strategi rtp live dadu sicbo gates of olympusformula strategi teknik pola mahjong ways 2 pgsoft analisa baccarat starlight princesssinergi strategi teknik presisi pola mahjong wins 3 pragmatic blackjack rtp sweet bonanzadekonstruksi pola multiplier mahjong ways 2 pgsoft teknik analisa roulette rtp wild bounty huntermatriks kuantitatif eksplorasi pola mahjong wins 3 pragmatic taktik analisa statistik sv388 strategi rtp livesains keputusan cerdas evaluasi pola mahjong wild deluxe analisa statistik dadu sicbo gates of olympuspendekatan taktikal strategi pola mahjong ways 2 pgsoft teknik baccarat rtp live starlight princessdekonstruksi pola mahjong wins 3 pragmatic teknik analisa blackjack rtp live sweet bonanzaformula taktikal adaptif teknik pola mahjong ways 2 pgsoft analisa roulette rtp live wild bounty hunterriset keputusan asimetris strategi mitigasi risiko pola mahjong wins 3 pragmatic taktik analisa momentum sv388 live rtppendekatan analitis strategi mahjong wild deluxe kalkulasi taktis dadu sicbostrategi rotasi teknik pola mahjong ways 2 pgsoft sweet bonanza baccaratanalisa pola rtp live mahjong wins 3 starlight princess taktik meja blackjacksinergi taktis pola rtp live pgsoft mahjong ways 2 wild west gold roulettemetodologi analisa pola scatter mahjong wins 3 pragmatic taktik sv388formulasi taktik multidimensi gates of olympus pola adaptif mahjong wild deluxe teknik analisis dadu sicbodekonstruksi algoritma rtp live strategi pola mahjong ways 2 pg soft kalkulasi baccarat starlight princessevaluasi pola volatilitas taktik eksekusi mahjong wins 3 pragmatic rtp live sweet bonanza blackjackpanduan taktik analitik manajemen risiko pola paylines mahjong ways 2 pg soft sistem roulette wild west goldsinkronisasi rtp live pemetaan pola scatter mahjong wins 3 pragmatic blackjack tren sv388kendali variansi cerdas sinkronisasi strategi analisa mahjong wild deluxe taktik teknik sicbo pola indikator rtp live gates of olympusanalisa taktik algoritma silang meracik strategi baccarat teknik pola mahjong ways 2 pg soft evaluasi rtp live starlight princessmetodologi mitigasi risiko kuantitatif taktik strategi blackjack analisa teknik pola mahjong wins 3 pragmatic rtp live sweet bonanzasinergi kalibrasi terstruktur analisa teknik taktik roulette dinamika strategi pola mahjong ways 2 pg soft rtp live wild west goldmanajemen mitigasi risiko kuantitatif strategi teknik blackjack analisa taktik pola mahjong wins 3 pragmatic berbasis rtp live sv388
shape
shape
Image

د بنسټګر پېژندنه او پيغام

الحاج عیارالحق شمس د شمس الحق اخوندزاده زوی او د عبدالحق اخوندزاده لمسی. د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د ورنټا کلی اصلي استوګن دی.

نوموړی لا پيدا نه و، چې کور او کلی يې بمبار شو او کورنۍ يې له خپل کلي څخه بې‌ځايه کېدو ته اړ شوه. د غويي تر کودتا څو مياشتې وروسته، د تلې په ۲۵مه (۱۳۵۷ ل) د اخونزاده‌ګانو په مذهبي کورنۍ کې وزېږېد. پلار او نيکه يې د خپلې سيمې ملايان او مرزايان وو او کورنۍ يې د شاوخوا محلو په کچه لوستې او زده‌کړې کورنۍ وه.

د شمس الحق اخونزاده زامنو چې ښي او چپ لاسونه وپېژندل، د خدای لارې ته يې سيخ کړل او ښوونځي او مدرسه يې پرې ولوسته. د ديني زد‌ه‌کړو لپاره يې د خپل کور په مدرسه کې د علم کمی نه و، خو د عصري علومو د حصول لپاره د فرسنګونو واټن طی کولو ته اړ ول. د دوی په کلي کې نږدې ښوونځی نه و او همدې لپاره به يې هر سهار تر لرې لرې کليو، ښوونځي پسې ستړيا ګالله.

د خپلې کورنۍ د راسخې ارادې له برکته يې ټول ورونه او خويندې د علم او کمال معراج ته ورسېدل خو د چا په دوران کې چې په وطن اور بل شو، هيلې يې ور نيمګړې کړې.

ښاغلی عيارالحق شمس د کورنۍ تر ټولو کشر و. ده چې پر هېواد ناسم شرايط حاکم وليدل، پاکستان ته په مساپرۍ روان شو او هلته يې په يوه ديني مدرسه کې زده‌کړې پيل کړې. د خپلې دورې تر ټولو ذهين او خواريکښ طالب العلم و خو ناځوانې ناروغۍ پرې د مساپرۍ شپې ور ترخې کړې. ډاکترانو ورته د آب و هوا د بدلون او کور کلي ته د ور ستنېدو سپارښتنه وکړه، هماغه و چې د زده‌کړې دا مرحله هم پرې وغمېده او د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال بېرته يې د وطن لاره ونيوله. همدلته يې زده‌کړو ته دوام ورکړ او اسلامي تعليماتو په برخه کې يې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، د کابل ولايت په پل چرخي سيمه کې د ښاروالۍ په تشکيل کې د ختيځ زون د محصولاتو د راټولولو آمر وټاکل شو. څه موده يې دلته دنده ترسره کړه او بيا يې ورسره خدای پاماني وکړه.

تر دې وروسته يې خصوصي سوداګرۍ ته پام واړاوه، چې په ۱۳۸۴ لمريز کال يې په کونړ، کندهار او خوست کې خلق الله ته د خدمت په پار، د کلينکونو د جوړولو قراردادونه وکړل.

له سوداګرۍ سره د ذاتي رغبت او علاقې له مخې يې دا پېشه مخ ته يوړه او کابو په ټول افغانستان کې يې د عمران او رغونې خښتې کېښودې. په همدې موده کې، په ځلونو ورته بهر ته د تلو او هلته د مېشتېدو فرصتونه برابر شول، خو ده ورته شا کړه.

د ده په خبره، پيدا دلته دی او مري به هم دلته. که تر مرګه هم خاورې او ولس ته خدمت وکړي، د وطن د مور حق به ادا نه شي کړی، څه لا پاتې چې دا نامردي وکړي.

د خپلې هېوادۍ مينې مجبوريت، ځوان کهول ته د خدمت روحيې او په افغان مېنه کې د علم د مشالونو د بلولو په پار، په ۱۳۹۸ لمريز کال د ملي پوهنتون بنسټګر شو او لا هم د جاريه صدقې په دې شيرينه مېوه يې حلق خوږ دی.

پيغام

د ۲۱مې  پېړۍ مزل خورا سخت دی خو هغه څوک د دې کړکېچنې لارې بريالی ګامزن کېدی شي، چې مخه يې د خپلې پوهې په رڼا منوره وي. د ډېرې نېکمرغۍ ځای دی چې افغان ملت ورځ تر بلې د تحصيل او زده‌کړو له رڼايۍ برخمن کيږي او زړې، سوليدلې او د عصر له تاريخه پاتې شوې فورمولې شا ته پرېږدي. د هرې ورځې په تېرېدو تحصيلاتي چانسونه ډېرېږي او کيفيت ته پاملرنه سېوا کيږي.

د جګړو په اورونو کې د يوه رالوی شوي نسل په توګه، له بده بخته زمانې له ما څخه د ډېرو زده‌کړو موقع وتروړله. را تپل شوو او له خپلې لمنې راټوکېدو ناخوالو زه د خپلې زنده‌ګۍ له سپېڅلو اهدافو ډېر شا ته پرېښودم، خو دا به خپله يوه لويه خوش‌بختي وګڼم چې زه يې، زما په مخ کې د را لوی شوي نسل د روزلو جوګه کړم. که زما ارمانونو ډېر ګلان ونه سپړل، اما د تنکي افغان نسل د هيلو د زرغونېدو يوه وسيله وګرځېدم!

د ستر ذات شکر ادا کوم چې په فقير او زهير ولس کې يې د خدمت يو داس چانس راکړ چې هم خدای خوشاله او هم يې بنده! ما په يوه داسې برخه کې پانګونه وکړه چې د ټولنې پر تنوير سربېره، زما لپاره هم جاري صدقه ده.

له هېوادوالو سره ژمنه کوم چې د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو په مرسته به د لوړو زده‌کړو د کيفيت لپاره په ګډه کار کوو. خپلې خاورې لپاره به د سبا خادمان او رهبران روزو او هغو هيلو او ارمانونو لپاره به کار کوو چې په سينو کې زرغون دي خو طمعې ورته نه لري!

د هوسا او بسيا افغانستان پر لور!