shape
shape

د درملو کنفرانس

Image

شاليد او پېژندنه

د درملو منطقي کارونه د مؤثري روغتیايي پاملرنې یوه مهمه برخه ده. دا مفهوم د درملو د سم انتخاب، مناسبې نسخې ورکولو او د اغېزمنې درملنې لپاره د سمې کارونې تضمین ته اشاره کوي، تر څو غوره درملنیزې پایلې تر لاسه شي، جانبي عوارض کم او د ناروغانو پر اوږو اقتصادي بوج راکم شي (۱). د دې اصل بنسټونه عبارت دي له: د درملو کیفی تولید، مناسبه ساتنه، د ناروغۍ دقیق تشخیص، د مناسبو درملو انتخاب، د سم دوز کارونه او د ناروغ یا پايواز پوهاوی. په نړیواله کچه، یوازی ۵۰٪ ناروغان نسخه شوي درمل په سمه توګه کاروي او تر ۵۰٪ ډېر درمل یا خو ناسم پلورل کېږي یا ناسم توزیع کېږي (۲). د درملو غیر منطقي کارونه نه یوازې د مرګ او مختلفو ناروغیو لامل ګرځي، بلکې د درملو د ضایع کېدو او اقتصادي تاوان سبب هم کېږي (۳). اټکل کېږي چې شاوخوا دوه میلیارده کسان اړینو درملو ته لاسرسی نه لري (۴). یوازې د نړۍ درېیمه برخه وګړي له ضروري درملو سره د دوامدار او کیفیت لرونکي لاسرسي امکانات لري. ضروري درمل هغه دي چې د ټولنې د عامې روغتیا اړتیاوې پوره کوي، د سم دوز سره، کافي فعاله مواد لري او هر وخت شتون ولري (۵). سربېره پر دې، حتی هغه درمل چې "ضروري" بلل کېږي، ډېری وخت په بازار کې نه موندل کېږي، چې د خلکو روغتیايي اړتیاوې نه شي پوره کولی (۶).

د درملو د غیر منطقي کارونې له امله، حتا هغه ناروغان چې سمه نسخه ترلاسه کوي، ۵۰٪ یې نشي کولی درمل په سمه توګه وکاروي. شاوخوا نیمایي درملنيز لګښتونه د ناسمو کړنو له امله ضایع کېږي. دا ستونزه د مختلفو فکتورونو له امله رامنځته کېږي، لکه د عرضه کوونکو تجربه، اقتصادي شرایط، کلتوري عوامل، ټولنیز او شخصي باورونه (۶). د انتي بیوتیکونو زیات او ناسم استعمال هم یوه مهمه ننګونه ده، چې د ضد مایکروبي مقاومت، نوې ناروغۍ او حتی مرګ ته لاره هواروي. له بلې خوا د ناپاکو پچکاريو کارول د وینې له لارې د لیږدېدونکو ناروغیو لکه HIV، هیپاتیت B او C سبب ګرځي. یوه احصايه چې په ۹۷ مخنلفو مخ پر ودو هېوادونو کې ترسره شوې، ښيي چې ۷۱٪ د درملو غیر منطقي کارونه په عام روغتیايي سکتور کې او ۲۹٪ یې په خصوصي سکتور کې ترسره کېږي (۷). افغانستان هم د نورو مخ پر ودې هېوادونو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د درملو ناسمه ساتنه، نسخه ورکوول او ناسمه توزیع د درملو د غیر منطقي کارونې مهم عوامل دي (۸). سربېره پر دې، د درملو اړوند د دقیقو معلوماتو، معیاري لارښودونو او کافي روزل شويو بشري سرچینو نشتون هغه څه دي چې دا ستونزه یې لا پسې ژوره کړې (۹). همدارنګه، د مقرراتو کمزوری تطبیق او نظارت، د درملو د مدیریت او کنټرول په برخه کې لوی خنډونه بلل کېږي (۱۰).

نو همدې ستونزې ته په کتو (افغانستان کې د درملو منطقي کارونه او راتلونکي لیدلوري) تر سرلیک لاندې د ملي څېړنیز کنفرانس موضوع د ملي پوهنتون د څېړنو اصلي کمېټې د دوهم پروتوکول د پرېکړې پر بنسټ، چې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه جوړه شوې وه، د غړو د اکثریت رأیو په اساس تائید شوه. یاده موضوع وروسته د پوهنتون د علمي شورا د ۱۴۰۳ هـ ش کال د اسد میاشتې د ۱۴مې نېټې د پنځم پروتوکول په ناسته کې تصویب او د وروستي تصویب لپاره د لوړو زده‌کړو محترم وزارت ته ولېږل شوه. د یاد وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري موضوع د علمي بورډ په اوومه رسمي ناسته کې، چې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د عقرب میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره شوه، په رسمي ډول تایید شوه. ملي پئ، د خپل لیدلوري، ماموریت او ستراتیژیکو موخو په رڼا کې، په افغانستان کې د علمي څېړنو په برخه کې د یو مخکښ او ابتکاري علمي بنسټ په توګه د ځان ثابتولو هڅه کوي. دا بنسټ باور لري چې د پوهې تولید، د پوهېدو ظرفیت لوړول او د خلاقیت بنسټ ایښودل یواځې د اغېزناکو، باکیفیته او معیاري څېړنو له لارې ممکن دی. له همدې امله، پوهنتون موخه لري چې د څېړنو د پیل، پرمختګ او علمي پراخوالي له لارې نه یوازې د هېواد، بلکې د سیمې او نړۍ د محصلانو، استادانو او ټولنو لپاره ګټورې علمي زمینې برابرې کړي. په همدې تړاو، ملي پوهنتون غواړي چې “ افغانستان کې د درملو منطقي کارونې او راتلونکي لیدلوري” تر سرلیک لاندې یو ملي څېړنیز کنفرانس تنظیم او کوربتوب وکړي، څو له دې لارې د عامې روغتیا، درملنې، تدریس او څېړنې په برخو کې د نوې پوهې، همغږۍ او پرمختګ لپاره یو قوي علمي بنسټ کېښودل شي.