Vision & Mission
لیدلوری
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هوډ لري چې د اسلامي شریعت، قانون، اخلاقو او عدالت د حاکمو اصولو په رڼا کې د یوې پرمختللې، هوسا او قانونپالې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره خپل علمي، څېړنیز او خدماتي فعالیتونه د کیفیت لرونکي او مطلوب تحصیلي نظام سره همغږي او په حقوقي او سیاسي برخو کې ملي او سیمهییز اعتبار ترلاسه کړي.
ماموریت
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د متخصصو او نوښتګرو بشري سرچینو په لرلو سره ژمن دی چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ، منظم، اغېزناک او ملاتړی تحصیلي خدمات په نظري او عملي بڼه، د معاصرې ټکنالوژۍ په کارولو، وړاندې کړي او د ځوانو کادرونو د روزنې او د هغوی د علمي کچې د لوړولو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.