slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape
Image

د مشورې مرکز پېژندنه

د تېرو څو لسیزو پېښې او د ژوند د ماشيني او برېښنايي‌کېدو چټک بهیر داسې بدلونونه رامنځته کړي، چې نننی انسان په یوازې ځان د هغو د درک او حل توان نه لري، له همدې امله، د ټولنې د افرادو د همغږۍ لپاره له نوو شرایطو سره، د مشورې کارول یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده، د ملي پوهنتون د مشورې مرکز یو متمرکز مرکز دی، چې د ملي پوهنتون د محصلانو او ټولو هغو کسانو د رواني روغتیا لپاره فعالیت کوي چې مشورې ته اړتیا لري.

دا مرکز په ۱۴۰۳ کال کې په ملي پوهنتون کې خپل فعالیت پیل کړ او په بېلابېلو برخو لکه: فردي مشوره، ډله‌ییزه مشوره، د کارآموزانو منل او روزنه، د مشاورینو او ارواپوهانو د مسلکي مهارتونو پراختیا، رواني علمي څېړنې، رواني سنجش او نورو برخو کې کار کوي، چې ټول فعالیتونه د ملي پوهنتون د مشورې‌ورکولو د مرکز تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

دا مرکز د محصلانو چارو د معاونیت له وړاندیز وروسته او د پوهنتون د رهبري او علمي شورا له تایید سره په ۱۴۰۳ کال کې د ملي پوهنتون په انګړ کې خپل کار پیل کړ.

د مشورې مرکز لیدلوری

د ملي پوهنتون د مشورې مرکز یو معیاري او فعال مرکز دی، چې د رواني او رفتاري ستونزو په مخنیوي، کمولو او درملنه کې کار کوي او همدارنګه د مشورې او ارواپوهنې د څانګو محصلانو او فارغانو ته د عملي او مسلکي تجربو زمینه برابروي.

د مشورې مرکز موخې

  1. د ملي پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنځیو محصلانو او فارغانو ته د ستاژ په موده کې د عملي کار زمینه برابرول.
  2. د روزنیزو پروګرامونو له لارې د رواني، عاطفي، رفتاري او تعلیمي ستونزو مخنیوی.
  3. د محصلانو د رواني روغتیا او پوهې د لوړولو لپاره د روزنیزو سیمینارونو جوړول.
  4. د رواني اختلالاتو او زیانمنو عواملو په اړه پراخې څېړنې.
  5. د ټولنې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د مشاورینو مسلکي مهارتونه پیاوړي کول.
  6. تر واده دمخه، ګډ او کورني ژوند اړوند مشورې وړاندې کول.
  7. د محصلانو لپاره تحصیلي مشورې وړاندې کول.
  8. د رواني، عاطفي، رفتاري او تعلیمي ستونزو کمول او درملنه.
  9. د ژوند مهارتونو زده‌کړه د علاقمندانو لپاره.
  10. د مشاورینو لپاره د ځان ساتنې خدمتونه وړاندې کول.

د مشورې مرکز فعالیتونه

دا مرکز خپل فعالیتونه په دوو اساسي برخو کې تنظیموي:

- د رواني زیانونو د عواملو پېژندنه او د مخنیوي او درملنې خدمتونه وړاندې کول، څو د ټولنې د ټولو قشرونو رواني ستونزې راکمې شي.

- د مشاورینو د رواني سلامت ساتل او د هغوی د مسلکي مهارتونو پراختیا.

د دې فعالیتونو عمومي موخه د ټولنې د افرادو د رواني روغتیا او رواني پوهې لوړول دي.

د مشورې ناستې

په دې مرکز کې مشورې په دوه ډوله ترسره کېږي: فردي او ډله‌ییزې، چې دواړه د مسلکي او اخلاقي معیارونو او د اسلامي امارت د رواني روغتیا د اصولو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

۱. فردي مشوره: هغو کسانو ته ځانګړې ده چې غواړي په شخصي ډول له مشاور سره خبرې وکړي، دا مرکز د مراجعینو د معلوماتو د محرمیت په ساتلو کې شرعي او مسلکي مسئولیت لري.

۲. ډله‌ییزه مشوره: هغو کسانو ته برابره ده چې غواړي په کوچنیو ډلو کې له نورو سره یو ځای د ځان پېژندنې، حافظې پیاوړتیا، د استرس او د امتحان اضطراب د کنټرول په څېر موضوعاتو کې برخه واخلي، د ګډون‌والو اعظمي شمېر له مشاور پرته شپږ تنه ټاکل شوي دي.