slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape

د پوهنتون د رياست په اړه

Image

د پوهنتون د رياست په اړه

د ملي پوهنتون د عمومي ریاست بست د خصوصي پوهنتونونو د مقرراتو د ۲۲مې مادې د حکم پر بنسټ رامینځته شوی او په پوهنتون کې تر ټولو لوړ اجرایوي مقام ګڼل کېږي، چې د پوهنتون د علمي، څېړنیزو او اداري چارو د رهبري او مدیریت لپاره اساسي رول لري. د دې بست موخه دا ده، چې د پوهنتون مرستیالان، پوهنځي او نورې ادارې په منظمه توګه وڅاري او همغږي یې کړي، تر څو د هېواد په کچه د زده‌کړې د کچې د لوړولو لپاره د پوهنتون د څېړنیزو، علمي او کلتوري پالیسیو طرحه او تطبیق په مؤثره توګه یقیني شي. د ملي پوهنتون رییس د امنأ هیئت له لوري د علمي شورا او د لوړ زده‌کړو وزارت په تایید ټاکل کېږي او د پوهنتون د ټولو فعالیتونو عمومي مشري ترڅنګ د پوهنتون د ستراتیژیکو، علمي او اداري چارو د سازمان، نظارت او همغږۍ مسؤلیت یې په غاړه دی، چې اساسي دندې یې په لاندې ډول دي:

تخصصي دندې:

1. د استادانو او محصلانو د ظرفیت لوړولو لپاره د علمي، څېړنیزو او تحصیلي پالیسیو طرحه، تطبیق او ارزونه.

2. د تقنیني اسنادو له مخې د تدریسي میتودونو، نصاب تطبیق او علمي پروګرامونو څارنه.

3. د علمي، رهبرۍ او اداري شوراګانو مشري او د پرېکړو د تطبیق نظارت.

4. د اکاډمیک نظم د تأمین او د سالم علمي چاپېریال د ودې لپاره د پلانونو جوړول.

5. د محصلانو لپاره د مناسب تحصیلي چاپېریال او درسي منابعو برابرول.

6. د پوهنځیو د علمي شوراګانو د پرېکړو ارزونه، تأیید یا رد.

7. د تدریسي او څېړنیزو سیسټمونو د پراختیا لپاره له ملي او نړیوالو ادارو سره د همکاریو پراختیا.

8. د قوانینو له مخې د مرستیالانو او علمي/اداري مسؤلینو د ټاکنې او دندو سپارلو په اړه پرېکړې.

9. د پوهنتون د علمي، اداري، مالي او پرمختیایي فعالیتونو د کلني راپورونو ترتیب او وړاندې کول.

10. د عوایدو او لګښتونو په اړه اړوندو مراجعو ته راپور ورکول.

11. په ملي او نړیواله کچه د پوهنتون د اعتبار او علمي مقام د لوړولو لپاره هڅې.

12. 1د حکومتي او غیرحکومتي ادارو پر وړاندې د پوهنتون رسمي استازیتوب.

13. د امنأ هیئت او د شوراګانو د پرېکړو د تطبیق څارنه.

14. د کارکوونکو او استادانو د ګمارنې، ترفیع او انفکاک په اړه وروستۍ پرېکړه.

15. د عملیاتي او ستراتیژیکو پلانونو د جوړولو لارښوونه او د تصویب لپاره وړاندې کول.

16. د شوراګانو په ترکیب کې د اړتیا پر بنسټ تعدیلات راوستل.

17. د کارکوونکو د کړنو ارزونه او د کیفیت لوړولو لپاره لازم اقدامات.

مدیریتي دندې

18. د ادارې د اهدافو د تحقق لپاره د پلانونو جوړول او تنظیم.

19. د پوهنتون د عمومي فعالیتونو او څانګو څارنه او ارزونه.

20. د قوانینو مطابق د مالي او اداري چارو کنټرول.

21. د بشري سرچینو اړوند اجراآتو (ګمارنه، ترفیع، تقاعد) څارنه.

22. له اړوندو ادارو سره د همغږۍ تأمین.