slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape

د رييس پيغام

موږ باور لرو چې زده‌کړې د يو ملت د روښانه راتلونکي بنسټ دی، له همدې امله، ټوله هڅه مو دا ده چې داسې زده‌کړييز چاپېريال برابر کړو چې په کې کيفيت، عملي مهارتونه او فکري وده په متوازن ډول وده ومومي.

زه او زما ژمن ټيم ځانونه مسوول بولو، چې د باکيفيته تحصيلاتو له لارې داسې مسلکي کادرونه وروزو، چې په ټولنيز ژوندانه کې د مثبت بدلون تر څنګ، د هېواد د رغونې او پرمختګ په بهير کې اغېزمن رول ادا کړي، موږ په عصري تدريسي مېتودونو، معیاري نصاب او ژمنو استادانو تکيه لرو، څو محصلانو ته د زده‌کړې يوه باثباته او غوره فضا برابره کړو.

زموږ ځوان نسل د هېواد تر ټولو ستره شتمني ده، که دغه ځواک د علم، تعهد او مسلکي‌توب له لارې وروزل شي، نو کولای شي افغانستان د پرمختګ بهترينو منزلونو ته ورسوي، نو ځکه خو زموږ ټوله  هڅه دا ده چې محصلان يوازې د کتابي پوهې تر کچې محدود نه پاتې شي، په‌کار ده چې دوی د ژوند د واقعي ستونزو د حل وړتيا هم تر لاسه کړي.

په ټوله کې، زده‌کړه د وطن‌پالنې تر ټولو موثره او اغېزناکه لاره ده، هر هغه ځوان چې نن د علم په ډګر کې هڅاند او خواري‌کښ وي، په حقيقت کې سبا لپاره د اباد افغانستان بنسټ‌ايښودو په هدف ستړيا ګالي، موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې د ملي پوهنتون ټوله اداره به ستاسو د علمي سفر يو باوري ملګری وي او د بريا تر پړاوونو پورې به ستاسو ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

د پرمختللي، آباد او سيال افغانستان په هيله!


پوهندوی خالد احمد حبيب

د ملي پوهنتون ريیس