shape
shape

ترانسپورت

Image

ټرانسپورټ

ترانسپورت د معاصر ژوند یو اساسي او نه بېلېدونکی عنصر دی چې د انسانانو، اجناسو او خدماتو د انتقال په برخه کې مهم رول لري. د ترانسپورتي سیستمونو پرمختګ د ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي ودې سبب ګرځي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د همدې اړتیاوو پر بنسټ، په ملي پوهنتون کې د محصلانو د اسانتیا لپاره د ترانسپورت مدیریت رامنځته شوی دی.

د ترانسپورت مدیریت د رامنځتهکېدو اړتیا

د محصلانو د زیات شمېر، د استوګنې د واټن او د ښاري ترانسپورت د محدودیتونو له امله، د یو منظم ترانسپورتي سیستم رامنځته کول اړین و. د ترانسپورت مدیریت په رامنځته کېدو سره لاندې ستونزې حل کېږي:

· د محصلانو د تګ راتګ ستونزې کمېږي

· د وخت ضایع کېدل راکمېږي

· د محصلانو خوندیتوب تأمینېږي

· د زده کړو بهیر منظم او اغېزمن کېږي

د ترانسپورت مدیریت دندې او مسؤلیتونه

د ترانسپورت مدیریت اساسي مسؤلیتونه عبارت دي له:

· د محصلانو لپاره د منظم ترانسپورت برابرول

· د مسیرونو او مهالویش تنظیم او تطبیق

· د وسایطو تخنیکي معاینه او ساتنه

· د موټرچلوونکو مدیریت او نظارت

· د خوندیتوب اصولو تطبیق

· د پېښو او بېړنيو حالاتو مدیریت

· د ترانسپورت خدماتو د کیفیت ارزونه او ښهوالی

د ترانسپورت مدیریت تګلاره (پالیسي)

د دې مدیریت تګلاره پر لاندې اصولو ولاړه ده:

· د باوري، خوندي او پر وخت خدماتو وړاندې کول

· د مراجعینو (محصلانو) رضایت ته لومړیتوب ورکول

· شفافیت او حساب ورکونه

· د منابعو اغېزناک مدیریت

· دوامداره پرمختګ او اصلاح

د ترانسپورت مدیریت اهداف

د ترانسپورت مدیریت مهم اهداف په لاندې ډول دي:

۱. د خوندي او معیاري ترانسپورتي خدماتو وړاندې کول
۲. د وخت پابندي او منظم سیستم رامنځته کول
۳. د محصلانو د تګ راتګ اسانتیا برابرول
۴. د وسایطو ساتنه او اغېزناکه ګټنه
۵. د معلولو محصلانو ملاتړ

له ترانسپورت څخه د استفادي مسیرونه

پل چرخي: یکه توت، پل چرخی بازار، پل ارزان قیمت، سلیم کاروان، سرتپه کارته نو

ارزان قیمت: بنایی، پل پاچا، چهارراهی دو احمد شاه بابا مېنه

کارته نو: د میدان‌هوایي څلورلارې، عبدالحق څلورلارې، زاړه مکرویان، چمن حضوری، کارته نو سرتپه

قصبه او پنج صد فامیلي: قلعه نجارا، حصه اول خیرخانه، سرک یونس قانونی، سه‌راهی سه صدوپانزده، سرک روسا

کوتل خیرخانه: سرای شمالی، سرکوتل، عکس احمدشاه مسعود، تالاشی جدید

دارالامان: چهاراهی ترافیک تر دارالامان کوچه صنعت توریم

 د ترانسپورت له خدماتو څخه د استفادې شرایط

هغه محصلان چې غواړي د ترانسپورت له خدماتو څخه استفاده وکړي، باید په لاندې شرايطو برابر وي:

· د ملي پوهنتون برحال محصل وي.

· د هر سمستر لپاره ټاکل شوی فیس (۱۰۰۰ افغانۍ) تادیه کړي.

· د محصل پېژندپاڼه ID کارت ولري.

· د ترانسپورت ځانګړی کارت ترلاسه ولري.

یادونهیوازې هغه محصلین د ترانسپورت له خدماتو څخه استفاده کولی شي چې د پوهنتون څخه لږ تر لږه (۵) کیلومتره واټن کې اوسېږي.

 د خوندیتوب او نظم اصول

د ترانسپورت خدماتو د ښه تنظیم لپاره لاندې اصول مراعت کېږي:

· د ټاکلي وخت او مسیر رعایت

· د وسایطو دننه نظم او ډیسپلین ساتل

· د موټرچلوونکو د لارښوونو تعقیبول

· د بېړنيو حالاتو پر مهال، چټک اقدام