slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape

په اړه يې

Image

د علمي معاونيت په اړه

د لوړو زده‌کړو وزارت د معيارونو پر بنسټ، په هر پوهنتون کې علمي چارې د يو منظم اداري جوړښت له لارې تنظيمېږي، څو د تدريس، څېړنې او علمي پراختيا بهير په معیاري او اغېزناک ډول پر مخ ولاړ شي، په همدې چوکاټ کې، علمي معاونيت د پوهنتون له اساسي او کليدي اداري واحدونو څخه دی چې د علمي تګلارې جوړونې او تطبیق مشري پر غاړه لري.

علمي معاون د پوهنتون د علمي مقام په توګه د تدريس، څېړنې او نصاب د پراختيا په برخه کې د رهبرۍ او نظارت مسووليت لري، نوموړی د علمي پاليسيو د طرح، د درسي پروګرامونو د انسجام، او د څېړنيزو فعاليتونو د تنظيم له لارې ډاډ ترلاسه کوي چې ټول علمي فعاليتونه د ملي او نړيوالو معيارونو سره سم پر مخ ولاړ شي.

علمي معاونيت د تدريسي او څېړنيزو تګلارو په جوړولو کې مخکښ رول لري، څو د استادانو تدريسي چارې معیاري شي او د پوهنځيو درسي پروګرامونه د وخت له غوښتنو سره سم عيار پاتې شي، دا دفتر د پوهنځيو د تدريسي پلانونو، نصابونو او علمي پروګرامونو منظمه څارنه او ارزونه کوي او د اړتيا په صورت کې د اصلاح، تجديد يا تعديل وړانديزونه کوي.

د استادانو د تقرر، انفکاک او ترفيعاتو بهير هم د علمي معاونيت تر مستقيم نظارت لاندې وي، دغه راز، د درسي موادو او کتابونو د تهيې، د کتابتون د غني کولو او د محصلانو د اغېزناک علمي استفادې لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي، څو تدريسي بهير له نړۍوالو معيارونو سره برابر شي.

دغه دفتر د کلني علمي پلان او څېړنيز پروګرام طرح او تطبيق په برخه کې کار کوي، د علمي شورا د غونډو په اجنډا جوړولو او پرېکړو کې فعاله ونډه اخلي او د نصابونو د بياکتنې او انکشاف بهير پر مخ وړي، همدارنګه، د علمي لوایحو او طرزالعملونو ارزونه کوي او د اړتيا په صورت کې د تعديل او تجديد وړانديزونه اړوندو مراجعو ته وړاندې کوي.

په ټوله کې، علمي معاونيت د پوهنتون د علمي هويت او کيفيت تضمينوونکې څانګه ده، د تدريس د معيار لوړول، د څېړنې پياوړتيا، د نصاب معیاري کول او د علمي ظرفيت انکشاف هغه اساس موخې دي چې دا دفتر يې د علمي تګلارې او منظم مديريت له لارې تعقيبوي.