slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape

د ملي پوهنتون په اړه

Image

زموږ په اړه

ملي پوهنتون د هېواد د يو شمېر علماوو، علمي کادرونو او ملي سوداګرو له لوري د ځوان نسل د علمي ظرفيتونو د لوړوالي او په ټوله کې د هېواد د هوساينې او د ټولنې د علمي د کچې د لوړولو په موخه، پر کال ۱۳۹۱ لمريز د لوړو زده‌کړو وزارت په اډانه کې په فعاليت پيل وکړ. په لومړيو کې يې د فعاليت له پيل سره د طب او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو کې محصلين جذب کړل خو را وروسته يې د ستوماتولوژي پوهنځي جواز هم ترلاسه کړ او د درېيم پوهنځي په توګه اضافه شو چې تر ننه پورې خپلې چارې مخ ته وړي.

تاریخچه

په پيل کې دا خصوصي بنسټ د (ملي لوړو زده‌کړو موسسې) له نوم سره رامخې ته شو، خو د لوړو زده کړو درانه وزارت د ( ۱۳/۱۱/۱۴۴۶ هـ ق ) نېټې، (۴۵۹۰) ګڼه وړانديز او د ا.ا.ا قدرمن مشرتابه د (۱۵/۰۲/۱۴۴۷هـ ق) نېټې (۳۴۷/۹۹۰) ګڼه حکم پر بنسټ، د لوړو زده کړو مؤسسې کلمه رسماً پوهنتون ته تبدیل شوه او له کبله یې ملي د لوړو زده کړو مؤسسې نوم، ملي پوهنتون شو.
 
ماموریت

ملي پوهنتون د ملي او نړۍوالو معیارونو مطابق د تحصیلي، تدريسي او څېړنیزو خدماتو په وړاندې کولو او د عصري ټکنالوژۍ په کارولو، د معیاري او مناسب تحصیلي خدماتو زمینه برابروي، ترڅو علمي او مسلکي کادرونه وروزي او ټولنې ته د خدمت مصدر وگرځي.

لرلید

ملي پوهنتون غواړي، د تدریس، څېړنو او د متخصصو او متعهدو کادرونو د روزنې له لارې، په ملي او سيمه‌ييزه کچه، د يوه باوري تحصيلي بنسټ په توګه وپېژندل شي.

ستراتيژيک اهداف:

1. د پوهنتون د ملي باور ترلاسه کول

2. د پوهنتون د زېربناوو پراختيا و تجهيز

3. د څېړنيزو او علمي برنامو پياوړتياو او پرمختګ

4. د اداري، مالي او مديريتي سېسمتونو پراختيا

5. د پوهنتون د مالي او عايداتي سرچينو پياوړتيا او پرمختګ

6. په ملي او نړۍواله کچه د اړيکو پراختيا

7. د ټولنې له صنعت او پراختيا سره د  اړيکو ډېرول