slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1uji klaim game mahjong ways dapat saldo dana aman 1cek dulu sebelum coba game mahjong ways dapat saldo dana 2lagi tren main game gates of olympus hadiah point gopay cek 1permainan sweet bonanza dapat ovo cash atau jebakan 1promo resmi atau saldo gratis mahjong ways beri saldo dana 1mahjong ways beri saldo dana cek fakta dan risiko 2026 2game gates of olympus kejutan point ovo aman dicoba 1cek aturan promo saat main sweet bonanza kejutan ovo point 1
shape
shape
Image

د مسلکي پراختيا مرکز په اړه

د مسلکي پراختیا مرکز PDC

په وروستیو لسیزو کې په نړۍ کې تخصصي روزنې ته ځانګړې پاملرنه شوې، دا چاره دا حقیقت په ګوته کوي، چې دا تګلاره د بشري سرچینو د روزلو یوازینۍ لار او د خدماتو د کیفیت، نوښت او ډولونو ښه کولو مهمه وسیله ده. په روانه پېړۍ کې د نویو تکنالوژیو د راڅرګندېدو او په نړیواله ډګر کې د علم، ساینس او ټکنالوژۍ چټک پرمختګ د ښوونیزو بنسټونو پر بقاء او پرمختګ اغېز کړی او له سترو بدلونونو سره یې مخ کړی دی، چې په نني عصر کې د ښوونیزوو بنسټونو پایښت د مهارتونو په لوړوالي او د پیاوړې متخصصې بشري قوې په درلودلو کې ده. نن ورځ، هغه اکاډمیک بنسټونه د مخکښو بنسټونو څخه شمېرل کېږي، چې د بشري منابعو پراختیا او روزنې ته پاملرنه کوي. همدارنګه متخصصه بشري قوه کولی شي، چې اکاډمیک بنسټونه خپلو ستراتیژیکو موخو ته په ښه توګه ورسوي.

لوړې زده کړې د هېواد د سوکالۍ او اقتصادي پراختیا لپاره، یو له اغېزمنو عواملو ګڼل کېږي. د لوړو زده کړو ټول بنسټونه هڅه کوي، چې له یوې خوا خپل اعتبار رامنځته او خپله بقاء حفظ کړي او له بلې خوا د زده کړیالانو، ټولنې او د کار بازار له اړتیاو سره سم، خپل فعالیتونه تنظیم کړي، ترڅو د با کیفیته لوړو زده کړو د برابرونکو بنسټونو په توګه ځانونه معرفي کړي. د ښه مدیریت، ظرفیت لوړولو او مسلکي ودې لپاره، یو داسې مرکز ته اړتیا ده، چې دا ډول فعالیتونه منسجم او پلي کړي. ملي پوهنتون، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې، د علمي شورا له پرېکړې سره سم د (مسلکي پراختیا مرکز) تر نامه لاندې یو بنسټ جوړ او په رسمي ډول پرانېست، چې دې مرکز په دوامداره توګه خپل ټول فعاليتونه پر زده کړو، څېړنو، محصل محورۍ او ښوونيزوو پروګرامونو باندې متمرکز کړل.

د ملي پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز، د دې ادارې د استادانو، کارکوونکو او زده کړیالانو د ظرفيتونو د پياوړتيا او پراختیا لپاره سترې موخې لري، چې دا ټول په بېلابېلو وختونو کې د خپلو اړوندو پلانونو سره سم، د اړونده اداراتو په غوښتنه او وړانديز پيلوي. د دغه مرکز ټول پروګرامونه، د مسلکي پراختیا مرکز د مسؤل مدیر لخوا د علمي معاونیت او وړاندیز کوونکې ادارې په همکارۍ ترسره کېږي. د مسلکي پراختیا مرکز خپل پروګرامونه د شته قوانینو او طرزالعملونو سره سم پر مخ وړي.

د مرکز موخې

د ملي پوهنتون د مسلکي پراختیا  مرکز د دې ادارې د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په هدف جوړ شوی. دا مرکز د څېړنې او تخصصي روزنې په برخو کې د بېلابېلو  علمي پروګرامونو له لارې، کادري غړو، اداري کارمندانو او زده کړیالانو ته د تصدیق تر کچې پورې، د مسلکي پراختیا پروګرامونو په لاره اچولو سره هڅه کوي، چې شته نیمګړتیاوې له منځه یوسي او د ظرفیت لوړولو لپاره غوره بنسټ چمتو کړي.