shape
shape

د څېړنې او علمي ژورنال رياست په اړه

  • کورپاڼه
  • د څېړنې او علمي ژورنال رياست په اړه
Image

د څېړنې او علمي ژورنال رياست په اړه

د څېړنې او علمي ژورنال ریاست پېژندنه


څېړنه د هرې ادارې او ټولنې ملا تیر بلل کېږي، ځکه څېړنه نه یوازې مسايل رابرسېره کوي، بلکې پوهه توليدوي، دروغ افشا کوي او حقایق رامخې ته کوي.

ملي پوهنتون د نورو ملي او نړۍوالو سازمانونو په څېر څېړنې ته ارزښت ورکوي، ملي په ټول توان پراخې سروېګانې، څېړنیزې ارزونې او نور علمي او ټولنیز تحقیقات لومړيتوب ګرځوي، د روغتيايي څېړنو ارزښت ته په کتو، ملي د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي داسې دقيقې او او د ابهاماتو پر محور څېړنې ترسره کړي، چې په‌ کې سروې ګانې او پېچلي تحلیلونه شامل وي، تر څو د واقعي نړۍ فيډبکونه راټول او له علمي نظرونو، درملو، واکسینونو او لسګونه نورو کلینیکي تجربو سره پرتله شي.

د ملي پوهنتون د څېړنې ریاست دا مهال دوه اساسي او منظمې خپرونې لري، ترڅنګ د نورو څېړنیزو پروژو؛ (۱) علمي او څېړنیز ژورنال، او (۲) فرهنګي او ټولنیزه مجله. تر دې سربېره، د څېړنې ریاست له ګڼو ملي او نړۍوالو شریکو بنسټونو سره د بېلابېلو څېړنیزو پروژو پرمخ وړلو لپاره ګډ کار کوي.

 لیدلوری (Vision):

د افغانستان او نړۍ لپاره د څېړنې او نوښت راتلونکی پرمختګ.

 ماموريت (Mission):

  • له همکارو ادارو سره يوځای د نوي څېړنیزو تګلارو پراختیا؛
  • د واقعیتونو او تجربو پر بنسټ د څېړنو ترسره کول؛
  • څېړونکو ته د ستونزو حل موندلو او نوښتونو ته د لارې هوارولو امکانات برابرول.
  • له همکارو بنسټونو، ملي او نړیوالو ادارو سره د ښو او پياوړو اړيکو جوړول.
  • د څېړنو د ارزښت په اړه د پراخ پوهاوی رامنځته‌کول، په ځانګړې توګه د ملي لوړو زده کړو مؤسسې څېړنیزې څانګې ته.

موخې او اهداف (Goals and Objectives):

  • د سروې ګانو او پېچلو څېړنو له لارې، د لسګونو ناروغیو په اړه د خلکو د نظر معلومول.
  • له نوښتګرو څېړنیزو ادارو سره د اړیکو له لارې اصلي او اړینو معلوماتو ته لاسرسی پيدا کول.
  • د څېړنو داسې چاپېریال رامنځته کول، چې هر څېړونکی خپل نظریات شریك او د تطبیق پلانونه چمتو کړي؛
  • له نورو څېړونکو سره د دوی د څېړنو په پلي کولو کې همکاري کول؛
  • نورې ادارې هڅول چې علمي څېړنې وکړي، څو د څېړنې عمومي مهارتونه وده ومومي.