slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape

سیاسي علوم او IR

Image

د سياسي علومو او نړۍوالو اړيکو ډيپارټمنټ

د ملي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت له معیارونو سره سم، د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د علمي او مسلکي زده‌کړو د وړاندې کولو لپاره فعالیت کوي.

دغه ډيپارټمنټ تر اوسه ګڼ شمېر محصلان فارغ کړي دي، چې ډېری یې په دولتي او نادولتي ادارو کې دندې ترسره کوي. د محصلانو د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره په هر سمستر کې علمي سیمینارونه، ورکشاپونه او تخصصي پروګرامونه جوړوي.

ډيپارټمنټ ژمن دی چې د درسي سرچینو، علمي کتابونو، تألیفاتو او ژباړو له لارې د محصلانو علمي اړتیاوې پوره کړي. تر اوسه یې لسګونه محصلان د هېواد علمي او فرهنګي ټولنې ته وړاندې کړي دي. دغه ډيپارټمنټ د دوکتورا او ماسټرۍ لرونکو استادانو په مرسته د محصلانو نظري او عملي روزنه ترسره کوي او د محصل‌محورې تګلارې له مخې د هغوی علمي او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

لنډه مخینه

ملي پوهنتون د ۱۳۹۱ لمريز کال د وږي میاشتې په ۲۱مه نېټه د (۳۸۷) ګڼه رسمي جواز پر بنسټ تأسیس شو او د یوه خصوصي تحصیلي بنسټ په توګه یې خپل فعالیت پیل کړ.

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ له پیل راهیسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې فعالیت کوي او د هېواد د اړتیاوو مطابق د متخصصو او ژمنو کدرونو په روزنه کې مهم رول لوبوي. دغه ډيپارټمنټ د استعدادونو د ودې او علمي پرمختګ لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی او د خپلو علمي، ملي او ټولنیزو مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تر اوسه یې اووه دورې فارغان د نارینه او ښځینه محصلانو له ډلې څخه ټولنې ته وړاندې کړي دي.

اوسنی وضعیت، فعالیتونه او اسانتیاوې

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ د یوه آمر تر مدیریت لاندې، د لوړو زده‌کړو قانون او د وزارت د نافذو مقرراتو او کړنلارو له مخې فعالیت کوي. دغه ډيپارټمنټ دا مهال د خپلو علمي او تعلیمي موخو د تحقق لپاره بېلابېل پروګرامونه او فعالیتونه پرمخ وړي.