slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1
shape
shape

د مالي او اداري چارو معاونيت

Image

مالي او اداري مرستيال

محمد زبیر سرورزی د ننګرهار ولایت د کوزکنړ ولسوالۍ استوګن او یو باتجربه سېول انجینر دی، نوموړي خپلې ثانوي زده‌کړې د سيدجمال الدين افغان په لېسه کې ترسره کړې او د لوړو زده‌کړو سند يې د سېول انجينرۍ په څانګه کې پر کال 2014 زېږديز له خراسان پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

تر فراغت وروسته يې څه موده د الفلاح او خراسان پوهنتونونو په انجينري پوهنځيو کې د تدريس وياړ ترلاسه کړ او تر هغه راوروسته يې له يو شمېر خصوصي او دولتی ادارو سره د خپل مسلک په دايره کې دندې مخې ته يوړې.

ښاغلی سرورزی د ساختماني مدیریت، ساحوي څارنې او بنسټیزو پروژو د حفظ اومراقبت په برخو کې پراخه کاري تجربه لري، د هغه مسلکي سفر د هرات نړیوال هوایي ډګر د حفظ اومراقبت د پروژې له مشري نیولې، تر یو شمېر باوري ساختماني شرکتونو پورې غځېدلی، او همداراز یې له UNOPS نړیوال کمپنی سره همکار پاتی شوی.

 ښاغلی سرورزي د مختلفو  پروژو آمر، ساحوی انجینر، حفظ او مراقبت آمر،او د یو مسلکی استاد په حیث دندي ترسره کړي، چې پکې یې د بېلابېلوادارو، انجینري ټیمونو مشري کړې او پروژې یې له لوړ کیفیت سره سر ته رسولې دي.

د 1404 لمريز کال د قوس په مياشت کې يې د ملي پوهنتون د مالي او اداري مرستيال په توګه په کار پيل وکړ، چې تر ننه له همدې درانه مسووليت سره خپل عهده مخ ته وړي او پر خدمت بوخت دی.