د علمي چارو معاونيت
د محمد حنیف معاذ سوانح ژوند
د قانون او فقهې متخصص، د پوهنتون استاد،
څیړونکی، حقوقي مشاور او د ظرفیت لوړونې ماسټر روزونکی
محمد حنیف معاذ له کابل پوهنتون څخه د قانون او
فقهې په برخه کې لیسانس او ماستري
دواړه لري، او تر څنګ یې د افغانستان د عدليې وزارت څخه تقنیني ستاژ هم بشپړ کړی
دی. هغه په فقه،
قانون او فلسفه کې پراخې زده کړې او تجربې ترلاسه کړې دي. د هغه د تخصص ساحه،
قانون/ فقه، د یونان زړه فلسفه، نوې اسلامي فلسفه، الهیات او د ټولو عملي/ اجرايئ
او متني قوانینو لیکچر، روزنه، څیړنه، تسوید او ایډیټ ته شامل دي.
د لیکوال په توګه د نوموړي دغه لاسته راوړنې شمیرلی
شو:
1) د
جنسي ځورونې ضد لارښود.
2) د نړیوال جزایې قانون پښتو ژباړه.
3) په شریعت او قانون کې د پلټنې/تفتیش اصول او
معیارونه.
4) د حنفي فقهي د مضامینو ترتیب او یو له بل
سره اړیکې.
۶) د ګڼو خصوصي او عامه حقوقو، انګلیسی، عربي،
پښتو او فارسي کتابونو، رسالو او مقالو تدوین، تشریح، تصحیح او تالیف.
همدارنګه ښاغلي معاذ ځینې مهمې تدریسي او مدیریتې دندې هم ترسره کړي دي لکه؛ د کابل دولتي پوهنتون، کابل- خصوصي غالب پوهنتون، باختر خصوصي پوهنتون، هیواد خصوصي پوهنتون، بایزید روښان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه، د احمدشاه ابدالي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه، کاروان خصوصي پوهنتون او مستقبل خصوصي پوهنتون کې د استاد، د څانګو آمر، د پوهنځيو د رئیس او د علمي مرستیال په توګه مهمې دندې ترسره کړې دي. هغه د نادولتي موسسو سره د ظرفیت لوړولو لپاره ماسټر روزونکی تیر شوی دی چې پدې برخه کې یې مهم لارښودونه هم لیکلي دي او د هیواد په لروبر کې یې تقریبا ۳۰۰ د ظرفیت لوړونې ماستران روزلي دي. همدا ډول نوموړي په ډیرو روزنیزو ورکشاپونو، غونډو او نړیوالو کنفرانسونو کې هم ګډون کړی دی. معاذ د ډیری دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره نږدې کار کړی دی او په دري، پښتو، عربي، اردو او انګلیسي ژبو په روانه توګه خبرې کوي. استاد معاذ اوس مهال له ملي لوړو زده کړو مؤسسې سره د استاد او د علمي او آکادمیکو چارو د مرستیال په توګه همکاري پیل کړې ده، چې پخپل دغه مزل کې یې د مؤسسې په رهبري، اداري او تدریسي بهیر کې ډیري لاسته راوړنې درلودلې دي.