slot thailandslot thailand gacorjudi online atau investasi legal mana yang lebih aman 1main game dapat point dana cuma 10 menit sehari begini caranya 1pola main game penghasil gopay coin yang bikin lebih aman 1ramai dibahas judi online tapi risikonya tak main main 1main game dapat point ovo hasil uji coba yang aman 1main game biasa atau game penghasil saldo dana mana cuan 1uji klaim game mahjong ways dapat saldo dana aman 1cek dulu sebelum coba game mahjong ways dapat saldo dana 2lagi tren main game gates of olympus hadiah point gopay cek 1permainan sweet bonanza dapat ovo cash atau jebakan 1promo resmi atau saldo gratis mahjong ways beri saldo dana 1mahjong ways beri saldo dana cek fakta dan risiko 2026 2game gates of olympus kejutan point ovo aman dicoba 1cek aturan promo saat main sweet bonanza kejutan ovo point 1
shape
shape

ستوماتولوژی

Image

د پوهنځي لنډه تاريخچه

د ملي پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځی د ټولنې د اړتیاوو او د مسلکي ډاکترانو د روزنې په موخه، پر کال ۱۳۹۱ لمريز په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ، دغه پوهنځی د لوړو تحصیلي سندلرونکو، مجربو او ژمنو استادانو په مرسته، محصلانو ته له نوېو تدریسي میتودونو سره سم، معیاري زده‌کړې ورکوي.

ياد پوهنځي تر دې دمه اته دورې بریالي فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې اصلاً درسي برنامه يې د یوه منظم او معياري نصاب پر بنسټ جوړه شوې او د شپږو کلونو په موده کې د غاښونو طبابت ډاکترۍ (DMD) تر درجې پورې بشپړېږي، دا نصاب د افغانستان د عامې روغتیا، د ملي لوړو زده‌کړو پوهنتون د امکاناتو او د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو په نظر کې نیولو سره چمتو شوی دی.

اوسنی درسي نصاب ټولټال ۲۲۱ کریډیټه لري، چې له دې جملې ۱۸۵ کریډیټه نظري مضامینو او ۳۶ کریډیټه د ستاژ دورې ته ځانګړي شوي دي. دا تعلیمي – اکادمیکه شپږ کلنه برنامه، چې د DMD درجې ترلاسه کولو ته لاره هواروي، د ستوماتولوژۍ په برخه کې د نوښتونو او علمي پرمختګونو پر بنسټ طرحه شوې ده، د دې برنامې اساسي تمرکز د محصلانو پر مسلکي روزنې، د هغوی د تخصصي مهارتونو پر لوړولو او د هېواد د اساسي اړتیاوو پر پوره کولو راڅرخي.

ارزښتونه

۱. باکیفیته طبي زده‌کړو ته ژمنتیا

۲. نوښت او خلاقیت
۳. د ملي ګټو ساتنه
۴. د مسلکي اخلاقو او فرهنګ رعايت
۵. مسئولیت‌پذیري
۶. نظم او انضباط ته پاملرنه
۷. رښتينولي او درناوی
۸. اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا

ستراتیژیکې موخې

۱. د تحصيلي کیفیت لوړول او د نصاب پرمختګ

۲. د استادانو او کارکوونکو علمي ظرفیت لوړول
۳. د علمي پروګرامونو پراختیا، څېړنو پیاوړتیا او د برېښنايي زده‌کړې پراخول
۴. د ملي او نړۍوالو اړیکو پراخول او پیاوړي کول
۵. د تحصیلي، ستوماتولوژیکي او ټولنیزو خدمتونو پیاوړتیا
۶. د اداري، مالي او اکادمیکو بنسټونو د مدیریت د سیسټم پراختیا او اصلاح


ستراتيژيک پلانله دې ځايه يې ښکته کړئ!