shape
shape

مالي او اداري معاونيت

Image

اداري او مالي مرستيال

محمد زبیر سرورزی د ننګرهار ولایت د کوزکنړ ولسوالۍ استوګن او یو باتجربه سېول انجینر دی، نوموړي خپلې ثانوي زده‌کړې د سيدجمال الدين افغان په لېسه کې ترسره کړې او د لوړو زده‌کړو سند يې د سېول انجينرۍ په څانګه کې پر کال 2014 زېږديز له خراسان پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

تر فراغت وروسته يې څه موده د الفلاح او خراسان پوهنتونونو په انجينري پوهنځيو کې د تدريس وياړ ترلاسه کړ او تر هغه راوروسته يې له يو شمېر خصوصي او دولتی ادارو سره د خپل مسلک په دايره کې دندې مخې ته يوړې.

ښاغلی سرورزی د ساختماني مدیریت، ساحوي څارنې او بنسټیزو پروژو د حفظ اومراقبت په برخو کې پراخه کاري تجربه لري، د هغه مسلکي سفر د هرات نړیوال هوایي ډګر د حفظ اومراقبت د پروژې له مشري نیولې، تر یو شمېر باوري ساختماني شرکتونو پورې غځېدلی، او همداراز یې له UNOPS نړیوال کمپنی سره همکار پاتی شوی.

 ښاغلی سرورزي د مختلفو  پروژو آمر، ساحوی انجینر، حفظ او مراقبت آمر،او د یو مسلکی استاد په حیث دندي ترسره کړي، چې پکې یې د بېلابېلوادارو، انجینري ټیمونو مشري کړې او پروژې یې له لوړ کیفیت سره سر ته رسولې دي.

د 1404 لمريز کال د قوس په مياشت کې يې د ملي لوړو زده‌کړو موسسې د مالي او اداري مرستيال په توګه په کار پيل وکړ، چې تر ننه له همدې درانه مسووليت سره خپل عهده مخ ته وړي او پر خدمت بوخت دی.