د نومليکنې په اړه
د نومليکنې برخې ته ښه راغلاست! تاسې له يوې سمې پرېکړې سره مناسب ځای ته تشريف راوړ، له ملي سره په يوځای کېدو به د وياړ احساس وکړئ.
ملي پوهنتون له خپلو ټولو غوښتونکو څخه غواړي چې د هر سمستر په پيل کې نومليکنه وکړي. دوی کولای شي په آنلاين او يا هم په حضوري ډول د پوهنتون په آدرس تشريف راوړي او خپله نومليکنه بشپړه کړي. زموږ آنلاين نومليکنه په ۲۴ ساعته ډول، په اوونۍ کې ۶ ورځې (د جمعې له ورځې پرته) د لاسرسي وړ ده.
په کور دننه غوښتونکو لپاره د اړتيا وړ اسناد:
غوښتونکي مجبور دي چې د ملي د ادارې ټولو اصولو او قواعدو ته په پام، لاندې اسناد بشپړ کړي، تر څو د نومليکنې جوگه شي:
له پوهنې وزارت څخه راجستر شوی، د ۱۲ ټولگي د فراغت سند او يا د ښوونځي د وروستيو درې کلونو نمرې
د پېژندپاڼې یا تذکرې نقل
د غوښتونکي دوه قطعې عکسونه
نړیوالو غوښتونکو لپاره د اړتيا وړ اسناد:
د پاسپورټ کاپي
د وروستي تحصيلي سند کاپي
د غوښتونکي دوه قطعې عکسونه
که په دې اړه نورې پوښتنې لرئ، کولای شئ زموږ له ادارې سره اړيکه ونيسئ.