Image

د کیفیت لوړاوي د یوولس‌ګونو معیارونو درې ورځنی علمي ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ملي لوړو زده‌کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي آمریت له لوري د استادانو او اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، د پوهنتونونو د کیفیت لوړاوي د یوولس‌ګونو معیارونو درې ورځنی علمي ورکشاپ ترسره شو، چې د مؤسسې کادري غړو، اداري کارکوونکو او د اړوندو برخو استازو په کې ګډون درلود.

ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلې د رئیس، ښاغلي عزیز احمد فضلي، په پرانېستونکې وینا پیل شو، نوموړي د کیفیت لوړاوي لومړی معیار، چې د پوهنتونونو د ارزونې بنسټیز اصل ګڼل کېږي، په تفصیل سره تشریح کړ او ګډون‌والو ته یې هر اړخیز، مستند او علمي معلومات وړاندې کړل.

د ورکشاپ لړۍ د کیفیت لوړاوي آمر، بصیرالحق عادل له لوري وغځېده، چې د دویم او دریم معیارونو تر څنګ، پاتې معیارونه هم د بېلګو او واقعي مواردو پر بنسټ، یوه په بله پسې تحلیل او تشرېح شول. نوموړي د معیارونو ارزښت روښانه کړ او ګډون‌وال یې وهڅول، څو دا اصول د خپلو ورځنيو علمي، اداري او خدماتي چارو په ترڅ کې پلي کړي.

د درې ورځو په اوږدو کې ګډون‌والو د یوولس‌ګونو معیارونو په اړه مفصل، مستند او کارېدونکي معلومات ترلاسه کړل، د ورکشاپ وروستۍ يا درېيمې ورځې په پای کې ګډون‌والو ته بری‌ليکونه هم ورکړل شول.

img
مربوطه

د مهارتونو د لوړولو، د اړیکو پیاوړتیا، او د نوښتونو د رامنځته‌کولو په پار علمي هڅې

;