Image

محمد اسماعیل کریمي د محمد هارون زوی او د مرحوم حاجي عبدالکریم لمسی دی، چې په ۱۳۷۸ ه.ش کال کې یې د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د ټولنیزې - علمي او ښونیزې اړتیا له مخې یې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کوټ په عالي لېسه کې کړي، چې ثانوي زده کړو ته یې د ننګرهار عالي لېسې ته مخه کړه، له کومې چې په ۱۳۹۶ ه.ش کال کې فارغ شو. په همدې کال د کانکور ملي رقابتي ازموینې له لارې د پکتیا پوهنتون ـ حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي، اداري او دیپلوماسي ديپارتمنت ته بریالی شو، چې د لېسانس په کچه یې تحصیلي سند ترلاسه کړی.

د زده کړو د زیاتې لیوالتیا لرلو سره یې د انګلیسي ژبې یو کلن پروګرام هم لوستی او تر څنګ یې د کمپیوټر زده کړو پروګرامونه هم تعقیب کړي.

img
img
img
img
;