Image

د کنفرانس د چمتووالي له بهير څخه، د لوړو زده‌کړو وزارت د پلاوي ليدنه

د ملي علمي - څېړنيز کنفرانس د ارزونې، علمي څار او د چارو د بهير د لېدنې په موخه، د لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړې د رييس، ښاغلي دوکتور حميدالله مزمل په مشرۍ، يو علمي پلاوي ملي پوهنتون له نږدې وکوت، په ياد پلاوي کې پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت، پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي، پوهنوال احسان الله ناصح او پوهنمل دوکتور خالد خاورین هم شامل و.

د ليدنې موخه د کنفرانس د تنظيم، علمي معيارونو، د مقالو د ارزونې بهير، د علمي بورد د فعالیتونو او د تطبیق شوو علمي میکانېزمونو ارزول وو. په دې لېدنه کې د پوهنتون د مشرتابه، د کنفرانس د دايرولو کمېټې غړو، د څېړنې ریاست مسئولينو او د علمي ژورنال استازو ګډون کړی و.

د پوهنتون مشرتابه د ملي علمي - څېړنيز کنفرانس د موخو، لاسته راوړنو، د مقالو د انتخاب بهير او د علمي معیارونو د رعایت په اړه پلاوي ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې وروسته د کنفرانس د علمي کمېټې له لوري د ارزونې راپور، د مقالو شمېر، د څېړنو کچه او د سمون پروسه هم تشرېح شوه.

ښاغلي دکتور مزمل د پوهنتون د علمي فعالیتونو او د کنفرانس په تړاو د ترسره‌شويو چارو ستاينه وکړه او یادې هڅې یې د هېواد د علمي بنسټونو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وباله او د فعاليتونو د لا ښه‌والي په پار يې يو لړ علمي او تخنیکي سپارښتنې هم وکړې.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;