Image Image

د ملي ليدلوری، ماموريت او اهداف

ملي پوهنتون د علم، څېړنې او نوښت پر بنسټ ولاړه یوه تحصيلي اداره ده چې موخه یې د لوړو زده‌کړو د کیفیت لوړونې، د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویلو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا له لارې د بشري ځواک وده ده، موږ باور لرو چې د پرمختګ لپاره د تحصیلي او څېړنیزو بنسټونو رول اساسي دی او د همدې سپېڅليو موخو له مخې، زموږ د موسسې ماموریت، لرليد او اهداف د علمي نوښت، نړۍوال‌توب او ټولنیز پرمختګ پر محورونو څرخي. دغه ارزښتونه زموږ پر ستراتېژۍ او کړنو اغېز لري او د ځوانانو لپاره داسې چاپېریال رامنځته کوي چې هغوی د خپلې پوهې، استعداد او مهارتونو په مرسته وکولای شي، د ټولنې په ښه‌والي او پرمختګ کې اغېزناکه ونډه واخلي.

لرليد:

ملي پوهنتون غواړي، د تدریس، څېړنو او د متخصصو او متعهدو کادرونو د روزنې له لارې، په ملي او سيمه‌ييزه کچه، د يوه باوري تحصيلي بنسټ په توګه وپېژندل شي.

ماموريت:

ملي پوهنتون د ملي او نړۍوالو معیارونو مطابق د تحصیلي، تدريسي او څېړنیزو خدماتو په وړاندې کولو او د عصري ټکنالوژۍ په کارولو، د معیاري او مناسب تحصیلي خدماتو زمینه برابروي، ترڅو علمي او مسلکي کادرونه وروزي او ټولنې ته د خدمت مصدر وگرځي.

ستراتيژيک اهداف:

1. د پوهنتون د ملي باور ترلاسه کول

2. د پوهنتون د زېربناوو پراختيا و تجهيز

3. د څېړنيزو او علمي برنامو پياوړتياو او پرمختګ

4. د اداري، مالي او مديريتي سېسمتونو پراختيا

5. د پوهنتون د مالي او عايداتي سرچينو پياوړتيا او پرمختګ

6. په ملي او نړۍواله کچه د اړيکو پراختيا

7. د ټولنې له صنعت او پراختيا سره د  اړيکو ډېرول

;