Image

ډاکټر بشیر احمد حبیب د غاښونو يو نوموتی ډاکتر او تکړه مدير دی، چې دا مهال د کابل ښار د ملي لوړو زده کړو مؤسسې د ستوماتولوژي پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په یوه دینداره او فرهنګي کورنۍ کې زیږېدلی دی.

نوموړي خپلې زده کړې د ننګرهار د شهید محمد عارف عالي لېسه کې پیل او په ۱۳۸۷ لمریز کال کې په اعلی درجه ترې فارغ شو، په همدې کال کې یې د هند د دولت له لورې د تحصیلي بورسونو سیالۍ کې ګډون وکړ او د ولایت په کچه  ممتازو زده کوونکو په منځ کې تر ټولو لوړې نمری ترلاسه کړې، دې بریا نوموړي ته زمینه برابره کړه ترڅو خپلې لوړې زده کړې د هندوستان په پونا ښار کې پیل کړي.

ډاکټر حبیب په ۱۳۹۱ کال کې افغانستان ته ستون شو او خپلې نورې زده کړې د هیواد په داخل کې په یو له معتبرو پوهنتونونو کې دوام ورکړ. په ۱۳۹۵ کال کې د ستوماتولوژۍ پوهنځي څخه د ام ډی په کچه په اعلی درجه فارغ شو. همدارنګه، د راديولوژۍ ديپلوم یی هم  د افغانستان عامې روغتیا له وزارت څخه ترلاسه کړ، چې د کلینیکي پوهې او تشخیص وړتیاوو پراخولو کې یې ورسره مرسته وکړه.

د علمي تخصص او مدیریتي مهارتونو لا لوړولو لپاره، نوموړي له هند څخه د ارتودنسي فوق لسان ډیپلوم (PGD-Ortho)، د غاښونو امپلنټ تصدیق پاڼه (Oral Implantology)، د اندودانټیکس تصدیق پاڼه، او د سوداګرۍ د مدیریت ماسټري (MBA) بشپړه کړې ده. دې ټولو زده‌کړو هغه ته د تخصص، رهبرۍ او تحصیلي مؤسسو د پرمختګ وړتیاوې وربخښلي دي.

ډاکټر حبیب خپله اکادمیکه دنده پر ۱۳۹۸ کال کې د ملي لوړو‌ زده‌کړو مؤسسې د تخنیکي سلاکار او استاد په توګه پیل کړه، د ښوونې، رهبرۍ او د درسي نصاب پراختیا او د کیفیت تضمین په برخه کې د هغه د لاسته راوړنو له امله، په ۱۴۰۲ کال کې د ستوماتولوژي پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ادارې دندې تر څنګ، ډاکټر حبیب د افغانستان د ستوماتولوژۍ په برخه کې مخکښ لیکوال هم دی، هغه د پښتو ژبې لومړی لیکوال دی چې د ستوماتولوژۍ اړوند درسي کتابونه یې لیکلي او له دې سره یې د علمي سرچینو خلا ډکه کړې ده، تر دې دمه، هغه شپږ کتابونه چاپ کړي چې د غاښونو د طب په برخه کې ارزښتناک او ګټور علمي آثار ګڼل کيږي.

img
img
img
img
;