Image

رحمت‌الله اکرام، د جلال‌الدین زوی د کمال‌الدین لمسی په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د لوګر ولایت د برکي‌برک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

نوموړي لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې زده کړې د یاد ولایت مرکز د "کتب خیلو عليا" په لېسه کې ترسره کړي. په (۱۳۹۲) لمریز کال د کانکور ازموینې له لارې د خوست شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی فقهې او قانون څانګې ته بریالی شو، او په (۱۳۹۵) لمریز کال یې د یادې څانګې د فراغت سند ترلاسه کړ. ښاغلی اکرام په (۱۳۹۷) لمریز کال د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی فقه او قانون ډیپار ټمنټ ته د ازموینې له لارې بریالی، او په (۱۳۹۸) لمریز کال یې له یاد پوهنتون څخه د فقهې او قانون په برخه کې د ماستري اسناد ترلاسه کړل.

ښاغلي  اکرام د لیسانس دورې له بشپړېدو څخه وروسته د خوست ولایت په طلوع خصوصي مؤسسه،  همدارنګه په کثیرالرشتوي دولتي انستیتیوت کې د استادي مقدسه ترسره کړې. او د ماسټري دورې د اسنادو له لاسته کولو څخه ورسته د مستقبل او جهان لوړو زده‌کړو مؤسسو کې د شرعیاتو پوهنځی د فقهې او قانون ډیپارټمنټ د آمر په حیث دنده ترسره کړه. ښاغلی اکرام په (۱۴۰۱) لمریز کال کې د افغان نساجي سهامي شرکت د عمومي اجرائیوي رییس په حیث د مالې وزارت له اړخه په دنده و ګمارل شو.  د (۱۴۰۳) لمریز کال په اواخرو کې ملي د لوړو مؤسسه کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د رییس په توګه وګمارل شو.

img
img
img
img
;