د کابل ښار په شخصي کلینیکونو کې د درېیم مولر غاښ د امپکټ پاتې کېدو کچه - ۲۰۲۴
کلیدي ټکي: ایپیډیمیولوژي، اوپيجي رادیوګرافی، دریم امپکټ مولر، د خپرښت کچه، کابل ښار
منیر احمد ابراهیم خیل
لنډیز
امپکټ دریم مولرونه (impacted third molars) د خولې او غاښونو په طبابت کې یوه مروجه کلینیکي پېښه ده، چې په ډېری مواردو کې له درد، انتان، التهاب او سیسټي تخریبي بدلونونو سره تړاو لري. د دې حالت د پېښېدو کچه او بڼه د نفوسو، ډیموګرافیک ځانګړنو او اناتومیک عواملو له مخې بدلون مومي. سربېره پر دې په افغاني ټولنه کې د امپکټ دریمو مولرونو په اړه علمي شواهد محدود دي. دا څېړنه د کابل ښار اړوند د خولې او غاښونو په یو شمېر خصوصی روغتیايي کلینیکونو کې د مراجعینو ترمنځ د امپکټ دریمو مولرونو د خپرېدو کچه، ډولونو او تړاو عواملو (لکه عمر، جنس، زاویه او د ایستلو علتونه) د ارزونې په موخه ترسره شوي دي. دا څېړنه یو retrospective cross-sectional جوړښت لري چې په دې څېړنه کې د کابل ښار اړوند د خولې او غاښونو په یو شمېر خصوصی روغتیايي کلینیکونو کې د مراجعینو ترمنځ هغه مراجعین ټاکل شوي چې د دریمو مولرونو ارزونه ورته شوې وه. د معلوماتو راټولونه د OPG رادیوګرافۍ او کلینیکي معاینې له لارې ترسره شوه. چې په دې څېړنه کې مختلف متغییرات په نظر کې ونیول شول او دا متغییرات عبارت وو له عمر، جنس، د دریمو مولرونو حالت، د امپکټ غاښونو زاویه او د ایستلو علت. وروسته له ډېټا راټولو نه د تحلیل لپاره د SPSS (۲۴) بڼه وکارول شوه ترڅو د متغییراتو رابطه پیدا کړي.په دې څېړنه کې ۴۳۰ تنه مراجعین (۲۲۳ نارینه او ۲۰۷ ښځې، د عمر منځني حدود ۱۸–۴۵ کاله) شامل وو. د ګډونوالو ۷۷.۲٪ دریم مولرونه راوتلي وو، په داسې حال کې چې ۲۲.۸٪ امپکټ پاتې وو. د امپکټ دریمو مولرونو مجموعي خپرښت یا (Prevalence) ۲۶.۳٪ ثبت شو. زیاتره امپکټ غاښونه د منډیبل په ښي او چپ لاندې ربعو کې ٪ ۵.۶ وموندل شول. د امپکټ تر ټولو عام ډول چې mesioangular impaction وو، فیصدی یی ۱۴.۷٪ وه. او له ټولو مراجعینو نه یوازې ۹.۳٪ ناروغانو د امپکټ غاښونو د درملنې اقدام کړی و یعنې دا ډول غاښونه یی ایستلي وو او د ایستلو عمده علتونه عبارت وو له درد (۴.۹٪)، د څنګ غاښ تخریب (۳.۳٪)، آبسه (۰.۵٪)، او پیریودونتیت (۰.۹٪). د څېړنې پایلې څرګندوي چې د امپکټ دریمو مولرونو پېښې په افغانستان کې د پام وړ شتون لري او د خولې د کلینیکي نښو لکه: التهاب، پړسوب، درد، انتان، بدبويي، د ژوولو ګډوډي او د سیسټ جوړېدو سره تړاو لري. په منظم او دوامدار ډول د خولې او غاښونو روغتیا معاینې د پر وخت تشخیص او اختلاطاتو د مخنیوي لپاره اړینې دي. د خولې د روغتیا په اړه د عامه پوهاوی لوړول او د وقایوي لاروچارو پلي کېدل کولای شي د دغې ستونزې کلینیکي کچه راکمه او د ناروغانو د ژوند څرنګوالی ښه کړي.