د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې د درملو ناسم کارونې او انټي بیوټیک مقاومت مخنیوي په موخه د څلور اړخیز مدغم چوکاټ عملي کول
کلیدي کلیمې: افغانستان، د پالیسۍ بدلون، د درملو غیر معقوله کارونه، د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت، ګډ میتودونه
فیاض گل مظلومیار
لنډيز
په افغانستان کې، د ملي لارښودونو له شتون سره سره، بیا هم د څو درملو یوځای کارول او له څارنې پرته د انټيبیوټیکونو استعمال دوام لري، چې دا چاره د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت لا سختوي او د روغتیايي خدمتونو اغېزمنتوب کموي. موږ په دې څېړنه کې یوه تشریحي تعقیبي ګډ-میتوده څیړنه ترسره کړې چې په لومړي پړاو کې مو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د درملو کارونې د اصلي شاخصونو پر بنسټ د ۴۰۰ نسخو کمیتي پلټنه او د ناروغانو سروې ګانې وکړې او ورپسې مو له ۲۰ کلیدي اړخونو سره نیمه جوړښتي مرکې او د تنظیموونکو پالیسیو د اسنادو تحلیل ترسره کړ. د هرې معاینې پر مهال په اوسط ډول 4.2±1.1 درمل تجویز شوي وو، چې په ۶۸٪ مواردو کې انټيبیوټیکونه او یوازې په ۳۲٪ مواردو کې جینریک درمل شامل وو. د خپل سرې درملنې کچه په ښاري سیمو کې ۷۰٪ او په کلیوالي سیمو کې ۶۵٪ وه. مرکه کوونکو د درملو د غیر معقولې کارونې د اصلي لاملونو په توګه د قوانینو په پلي کولو کې جدي تشې، د روغتیايي کارکوونکو محدوده روزنه، د وړاندې کولو په ځنځیر کې نیمګړتیاوې او د عامه پوهاوي ټیټه کچه را په ګوته کړل. موږ د پالیسۍ د سمون لپاره یو څلوراړخیز چوکاټ وړاندیز کوو چې نړیوالې غوره کړنلارې د افغانستان له شرایطو سره همغږې شي .قوانین پیاوړي شي، جبري دوامداره طبي زدهکړې، د اوړاندې کولو ځنځیر د پیاوړتیا لپاره ګامونه واخیستل شي او د ټولنې د اصولو ته په پام د سمون په پار ټولنه راګډه کړل شي دا هر اړخیز ماډل په جګړه ځپلو سیمو کې د درملو د ناسمې کارونې کمولو او د مقاومت پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه د پراختیا وړ (scalable) لار نقشه وړاندې کوي. راتلونکې څېړنې باید د پلټنې او فیډبیک د مداخلو او د ګرځنده فارماکوویجیلنس (د درملو خوندیتوب څارنې) سیسټمونو اوږدمهاله ارزونې په ازمایښتي ډول ترسره کړي چې دوامداره اغېزه یې معلومه شي.