د ملي پوهنتون د محصلینو ترمنځ د درملو غیر منطقې کارونې اړوند، پوهه، انګېرنه د کړنو کچه او عوامل یې
کلیدي کلیمې: انګېرنه، پوهه، خپل سري درمل کارول، د نسخې پرته درمل کارول، دلایل، عمل، غیر منطقي درملو کارول
ذبیح الله صالح
لنډیز
د درملو غیر معقول استعمال په ډیرو پرمختلونکو هیوادونو کې یوه مهمه روغتیایي ستونزه بلل کیږي. د غیر معقولو درملو کارولو شیوع او ورسره تړلي عوامل د ملي پوهنتون د طبي او ستوماتولوژي زده کونکو ترمنځ وڅیړل شول. څېړنه د ملي پوهنتون د څیړنې کمیټې لخوا تأیید شوه. د پوښتنلیک ډکولو دمخه هر ګډونوال باید رضایت ښودلی او انتخاب ېې په نښه کړی وای بیا دوی کولی شول چې پوښتنلیک ډک کړي. آنلاین پوښتنلیک وکارول شو او د 260 ګډونوالو څخه معلومات راټول شول. معلومات د IBM SPSS statistics (۲۶ ګڼې) په مرسته تشریحي تحلیل ترسره شو. دې څېړنې وموندله چې انټي بیوټیکونه (40.5٪) او د درد ضد درمل (33.2٪) د 260 ګډونوالو په مینځ کې ترټولو عام کارول شوي د نسخې پرته درمل وو، چې دوی دا درمل 67.6٪ وختونو کې کارولي وو. ډیری (85.3٪) ګډونوالو د خپلو ډاکټرانو لارښوونو ته غاړه ایښوده، خو لږه سلنه کسان د ملګرو یا خپلوانو لخوا اغیزمن شوي وو. ۵۲.۵٪ کسانو وویل چې دوی په دې وروستیو کې یعنې ۳۰ ورځو کې دننه دا کارولي دي. مالي محدودیتونه، د نسخې نه پرته درملو ته اسانه لاسرسی، او ځان باندې د پوهې د لرلو ګمان د نسخې پرته درملو کارولو سره تړلي مهم عوامل وو؛ ۷۶.۱٪ ځواب ویونکو ادعا کړی چې د درملو له اړخیزو اغیزو څخه خبر دي. په ۲۹.۷٪ ګډونوالو کې اوږدمهاله کارونه وموندل وشوه. د نسخې پرته د درملو کارول د زده کونکو په منځ کې خورا عام دي، په ځانګړې توګه د انټي بیوټیکونو او د درد د ضد درملو. د احتمالي اړخیزو اغیزو په اړه د منځنې کچې پوهاوي سره سره، خپل سرې درمل کارونه دوام لري، دا د مالي محدودیتونو، درملو ته اسانه لاسرسي، او ځان باندې د پوهې د لرلو ګمان څخه اغیزمن دی. ډیری زده کونکي د ډاکټرانو سپارښتنې تعقیبوي، مګر کورنۍ، ملګري، او آنلاین سرچینې هم خپل رول لوبوي. دا موندنې د تعلیمي پروګرامونو او تنظیماتي اقداماتو اړتیا روښانه کوي ترڅو د درملو منطقي کارونې ته وده ورکړي او ورسره تړلي خطرونه کم کړي.